بست ساتونکو په لومړي ځل د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبې ته لاره وموندله!

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو لومړي کوالیفایر کې افلاک فیضي بست ساتونکي د حشمت شهیدي، فرهان زاخېل، عبدالرحمان او سلیم ساپي د غوره لوبې پر مټ سنګین سپین غر پړانګانو ته د ۶ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او د ۲۰۲۲م کال اتم پړاو شپږیزه لیګ پایلوبې ته یې پرته له کومې ماتې لاره وموندله.

سپین غر پړانګان لوبډلې د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې بست ساتونکي لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. بست ته لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په ۴۴ توپونو ۶۲، فرهان زاخېل په ۳۵ توپونو ۵۲ او سمیع الله شینواري په ۲۵ توپونو ۴۰ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې او د ۱۷۷ منډو هدف یې وټاکه. بلخوا د سپین غر پړانګانو لپاره په توپ اچونه کې اظهار الحق نوید د ۱۶ منډو، عصمت عالم د ۱۳ منډو او یمین احمدزي د ۴۷ منډو بدل کې یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.

سپین غر لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په تاوان سره یوازې ۱۷۰ منډې ترسره کړې او د ۶ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی لپاره شراف الدین اشرف په ۲۳ توپونو ۴۴، شوکت زمان په ۳۹ توپونو ۴۳ ناسوځېدلې او عثمان غني د ۲۲ توپونو په لوبولو سره ۳۲ منډې جوړې کړې. د بست لوبډلې توپ اچوونکو کې عبدالرحمن رحماني د ۳۱ منډو بدل کې ۲، سلیم ساپي د ۲۲ منډو او احمدضیاء ځلاند د ۴۷ منډو بدل کې ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د بست ساتونکو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د لوبې غوره لوبغاړي، شراف الدین اشرف د لوبې د ډوولي او زیاتو شپږیزو وهلو لوبغاړي او عبدالرحمان رحماني د لوبې بدلوونکي لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

د یادوونې وړ ده چې د شپږیزه کرکټ لیګ تاریخ کې د لومړي ځل لپاره بست ساتونکي لوبډلې پایلوبې ته لاره وکړه او د راتلونکي جمعې پر ورځ به د سبا ورځې دویم کوالیفایر له ګټونکې لوبډلې سره پایلوبه ترسره کړي.  
د کابل بازانو او مس عینک اتلانو ترمنځ د نننۍ سیالۍ بایلونکې لوبډله به له لیګ سره مخه ښه وکړي خو ګټونکې لوبډله به یې سبا ماسپښین له سپین غر پړانګانو سره دویم کوالیفایر ترسره کړي.