تاریخچه

د افغانستان کرکټ فدراسیون د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ زېږدیز کال کې رامنځته (تاسیس) شو.

تاریخچه

د افغانستان کرکټ فدراسیون د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ زېږدیز کال کې رامنځته (تاسیس) شو. په ۲۰۰۱ کال کې یې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د دریمې درجې هېواد غړیتوب ترلاسه کړ چې دغه کال د کرکټ په تاریخ کې د یادې لوبې د ودې او پرمختګ پیلامه وه چې سربېره پر دې د ډېرو هلو ځلو په پایله کې ورته د کرکټ اسیایي شورا له لوري د دویمې درجې غړیتوب هم ورکړل شو.

د کرکټ لوبه که څه هم په هېواد کې د ۲۰۰۰ زېږدیز کال تر نیمایي پورې دومره نه وه مشهوره شوې، خو په ۲۰۰۶ کال کې د هانګ کانګ له لوري  افغانستان ته په نیمه پایلوبه کې د ماتې پر مهال د کرکټ اسیایي شورا جام د افغانستان کرکټ ملي ټیم سره د استعدادونو د راجذبولو او بریاوو په برخه کې ډېره ارزښتمنه مرسته وکړه.

په پایله کې کرکټ لوبې د هېواد دننه او بهر په دغه ډګر کې د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ ډېر مینه وال پیدا کړل. افغان کرکټ د بریا په پیل سره د ټولیزو رسنیو پام هم ځانته راجلب کړ چې دغه کار د ملي ټیم د لا ډېر شهرت او ودې لامل وګرځېد. افغان ملي ټیم کله چې په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې په کویټ هېواد کې د کرکټ اسیايي شورا له لوري غبرګ جامونه ترلاسه کړل چې په دې سره هېوادوالو خپلو ملي لوبغاړو ته د اتلانو لقب ورکړ او هېواد ته د راستنېدو پر مهال دولتي چارواکو او د ټولنې بېلابېلو قشرونو له دوی تود هرکلی وکړ او خلکو د هېواد په ګوټ ګوټ کې دغه خوښي ونمانځله.

 دغه راز د هېواد ملي ټیم لوبغاړي د هېوادوالو له لوري بېلابېلو ولایتونو ته وروبلل شول او په ګډه یې دغه خوښۍ سره ونمانځلې. کرکټ زموږ جګړه ځپلو هېوادوالو ته د راتلونکي لپاره یوه هیله او خوښي وروبخښله چې همدرانګه يې د هېواد بېلابېلو سیمو ته د یووالي او ورورګلوۍ پیغامونه هم له ځانه سره یوړل چې په پایله کې دغه کار د وخت د حکومت پام راګرځولو په برخه کې حیاتي رول ولوباوه.

د افغانستان د کرکټ فدراسیون هغه مهال حکومت ته وړاندیز وکړ چې دغه اداره د حکومت د فدراسیون له جوړښت د ((افغانستان کرکټ بورډ)) تر نوم لاندې یوه خپلواک بورډ ته لوړه کړه، ځکه په نورو هېوادونو کې دغه اداره یو خپلواک جوړښت لري چې په دې سره بیا دغه اداره د وخت د ولسمشر له لوري د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د جون په دویمه د یوه فرمان په ترڅ کې د یوې خپلواکې ادارې په توګه ومنل  شوه. د یوه خپلواک بنسټ په توګه د کرکټ بورډ له پېژندنې وروسته په دغه اداره کې ډېر مثبت بدلونونه رامنځته شول او د غوره حکومتولۍ په چوکاټ کې د حساب ورکونې، مسوولیت منلو، روڼتیا او همپالنې پړاو ته دننه شوه.

په پیل کې له دغې ادارې د حکومت اړین ملاتړ په هېواد کې د کرکټ بورډ لپاره یوه غوره پیلامه وه. د افغانستان اسلامي جمهوریت پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغه مهال کابینې د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان کرکټ بورډ د لومړني مشر په توګه په دنده وګوماره. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د متخصصو غړو په استخدامولو سره د ادارې پر جوړولو پیل وکړ. همدارنګه مرکزي څانګه، سیمه ییزې څانګې او ولایتي دفترونه رامنځته شول. د مالیې وزیر ژمنتیا او تخصص د دې لامل شو چې له امله یې کرکټ بورډ له بېلابېلو لارو مالي سرچينې پيدا کړي، په داسې حال کې چې هېواد د نورو هېوادونو په مرسته متکي او د کرکټ نړیوالې شورا له لوري هم د کرکټ ادارې ته د دریمې درجې هېواد په توګه پیسې ورکول کېدلې.

ورته مهال د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې پنځه کلن سټراټیژیک پلان هم طرحه کړ. چې د اداري اصلاحاتو او پرمختګ، کرکټ ودې، د زېربناو پرمختګ او مالي ثبات او ودې برخو کې یې غوره بېلګې بللی شو.

۳-غوره کارکردګي او کړنې

افغانستان د کرکټ اسیایي شورا په چوکاټ کې د کرکټ نړیوالې شورا د پنځم ډيوېژن غړي په توګه د کارکردګۍ او غوره کړنو په پایله کې لوبډلې ډېره سختي پر ځان وزغمله او له نورو لوبډلو سره یې تر ۲۵ پورې سیالۍ وکړې، څو د کرکټ شورا د ۲۰۱۱ کال جام سیالیو ته لاره ومومي.

افغانستان پر ځان د باور او وړتیا وروسته د پنځم ډيوېژن لوبې هم وګټلې. دا د افغانستان لپاره له دې وړاندې چې څلورم پړاو ته په نه ماتېدونکي ډول لاره ومومي؛ د کرکټ نړیوالې شورا لومړنۍ لوبې وې.

افغان لوبډلې په ارجنټاین کې د دریم ډیویژن لوبو ګټلو او په ۲۰۰۹ کال کې په سویلي افریقا کې د نړیوال جام لومړنیو لوبو ته لارموندنې سره چېرې چې لوبډلې غوره اتو لوبډلو ته لاره موندلې وه، خو له بده مرغه په ډېر کم تفاوت سره یې ونه کړای شول چې د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام سیالیو ته لاره ومومي، خو تر ټولو غوره خبر دا و چې افغان لوبډلې نامیبیا ته په ماتې ورکولو سره د نړیوالو یو ورځنیو لوبو نوملړ او د کرکټ نړیوالې شورا جام ته لاره ومونده.

افغانستان په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې په متحده عربي اماراتو کې د پایلوبې پر مهال د ایرلنډ پر وړاندې د لوبې په ګډون یې د ټولو ګروپونو له لوبډلو څخه د لوبو په ګټلو سره د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزو لوبو نړیوال جام ته لاره ومونده. په همدې سره افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې د نړیوالې شورا په ۲۰ اوریزو لوبو کې چې په کاربین کې ترسره شوې او لوبې یې وګټلې؛ په لوړه کچه وځلېده. که څه هم افغان لوبډلې په لومړني پړاو کې هندوستان او سویلي افریقا ته دواړه لوبې وبایللې، خو په دغو سیالیو کې د دوی ګډون خلکو ته ډېر ویاړ وروباښه او په پراخه پیمانه ترې ستاینه وشوه.

دغه راز له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې هم په نیوزیلنډ کې د خپلې وړتیا او هلو ځلو په پایله کې د نړیوالې شورا له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو نړیوال جام ته لاره ومونده.

د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۲۰۱۲ کال هم له لاسته راوړنو ډک و چې په سریلانکا کې یې د سړیو ۲۰ اوریزه نړیوال جام ته لاره ومونده او همدارنګه له ۱۹ کلنو د کم عمره ملي لوبډلې په اسټرالیا کې د نړیوالې شورا په جام کې ګډون وکړ. افغانستان په همدې کال کې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د پاکستان پر وړاندې چې د کرکټ شورا بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد دی؛ لوبه وکړه او دغه راز یې په یوه ورځنۍ لوبه کې د نړیوالې شورا د بل بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد اسټرالیا څخه د شارجه په لوبغالي کې کوربه توب وکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا، افغانستان کرکټ بورډ ته په ۲۰۱۳ کال کې د ورکړل شوو مسوولیتونو ترسره کولو په پایله کې د دویمې درجې غړیتوب ورکړ.

له هغه وروسته افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۴ کال د ۲۰ اوریزو لوبو نړیوال جام ته لاره وموندله او سربېره پر دې یې په اسټرالیا او نیوزيلنډ کې د ۲۰۱۵ کال ترسره کېدونکي جام ته لاره پيدا کړه چې بیا افغانستان سکاټلنډ ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام په سیالیو کې خپلو لومړنۍ لوبه وګټله.

همدارنګه افغانستان په یاد کال کې خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړه چې ۲-۲ لوبو پایلې سره برابره پای ته ورسېده. د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانان لوبډلې په ۲۰۱۴ کال کې د متحده عربي اماراتو له ۱۹ کلنو د کم عمره نړیوال جام کې ګډون وکړ چې اووم مقام یې ترلاسه کړ چې افغانستان په خپل ګروپ کې د اسټرالیا لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.

افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکي سفرونو پروګرام (FTP) ته شامل شو چې د افغانستان لپاره د دې کار یوازېنۍ ګټه دا وه، څو وکولی شي له(FTP) ټیمونو سره لوبه وکړي او د افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د ۱۲ لوبډلو نوملړ ته پورته شي.

افغانستان په همدې کال کې په نړیوالو یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو لوبو کې لاسته راوړنې درلودې چې د یو ورځنیو لوبو په یوه نوملړ کې یې ۳-۲ لوبې او ۲۰ اوریزو لوبو کې ۲-۰ په ګټه لوبې وګټلې چې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو کې نهم او ۲۰ اوریزو لوبو کې ۱۰ مقام خپل کړ.

افغانستان د دویمه درجه هېواد  په توګه د لومړي ځل لپاره تاریخ جوړ کړ چې د لوبو په دوه اړخیزه نوملړ کې یې د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد ته ماتې ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ په متقابل ډول د زمبابوې په کوربه توب د شارجه په نړیوال لوبغالي کې یو ځل بیا د ۲۰ اوریزو او یو ورځنۍ سیالیو نوملړونه ترسره کړل چې دواړه يې په مساوي ډول پای ته ورسېدل.

افغانستان په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې په دوامداره ډول په هندوستان کې د کرکټ شورا د ۲۰ اوریزو لوبو نړیوال جام کې هم ګډون وکړ او په دغو سیالیو کې افغانستان په غوره-۱۰ لوبډلو کې شامل شوی و چې په دغو لوبو کې یې کلک او پیاوړي هېواد ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه. د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې په بنګلادېش کې د نورو لوبډلو پر وړاندې لوبې وکړې او د لوبو د اتل په توګه و ځلېده.

افغانستان ته دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د جون میاشتې په ۲۲ مه، د انګلستان په پلازمېنه لندن کې د یادې شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو. دا د افغانستان کرکټ بورډ له سترو موخو یوه هغه ګڼل کېده چې ترلاسه یې کړه او افغانستان وکولی شول چې یوازې څلور کاله وروسته له دویمې درجې غړي څخه بشپړ غړیتوب لرونکي مقام ته ورسېږي. پر دې سربېره افغانستان د کورني کرکټ سیالیو د لېست اې (List A ( او فرسټ کلاس (First Class) دریځ هم خپل کړ. دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته په ۲۰۱۷ کال کې د ټېسټ سیالیو مقام ورکړ چې دا د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وه او له دې وروسته به د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره ټېسټ لوبې کوي چې له دې ډلې یې تر اوسه له هندوستان سره یوه لوبه ترسره کړې ده.