کندهار کې د کمال خان بند جوړونکي لوبډله د کمال خان بند جام ګټونکې شوه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 01 Apr 2021
د دغې لوبې پچه کمال خان بند ساتونکي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸ منډې ترسره کړې او د ۱۹۹ منډو هدف یې د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې ته وټاکه؛ د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې د یادې لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب چټکه سلیزه ترسره کړه او ۱۳۴ منډې یې جوړې کړې، چې تر څنګ یې د وقارالله اسحاقزي ۲۰ او علي احمد ۱۶ منډې د یادولو وړ دي. د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې په توپ اچونکو کې وفادار مومند دوه او شرف الدین اشرف یوه ویکټ ترلاسه کړه.
کمال خان بند جوړونکي لوبډله د هدف ترلاسه کېدو په موخه توپ وهنې ته راغله او د ۳ ویکټو په غورځېدو د لوبې په ۱۷.۳ اورونو کې وتوانېدل چې یاد هدف پوره او کمال خان بند ساتونکو لوبډلې ته یې ماتې ورکړه. د کمال خان بند جوړونکو لوبډلې لپاره شرف الدین اشرف ۹۷ ناسوځېدلې، منیر کاکړ ۴۰ او عین الدین ۲۷ منډې ترسره کړې؛ د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې په توپ اچونکو کې ګلبدین نایب دوه او حمید حسن یوه ویکټ ترلاسه کړه.