رحمت الله قریشي د افغان کرکټ بورډ د نوي اجراییه مشر په توګه وټاکل شو
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 02 Nov 2020

ښاغلی قریشي یو مجرب مدیر دی چې له بېلابېلو ملي او څو-ملیتي ادارو سره شا وخوا ۲۳ کلنه تجربه لري چې له دې منځه یې له نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، د ځوانانو د پرمختګ، د څار او ارزونې او د پروژو د مدیریت په ډګرونو کې دندې ترسره کړې دي.
نوموړی نن د معرفۍ په ناسته کې د ادارې سرپرست اجراییه رییس ښاغلي محمد نظیم جار عبدالرحیمزي له لوري د افغانستان کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
همدارنګه نوي ګومارل شوي اجراییه رییس ښاغلي قریشي هم له کرکټ بورډ سره د یوځای کېدو له امله خوښي وښوده او په وینا یې، لومړیتوب به یې د ادارې پرمختګ او لاسته راوړنې وي.
ښاغلي قریشي همدارنګه زیاته کړه: ((زموږ یوازېنۍ موخه افغان کرکټ ته لا ډېره پیاوړتیا او هېوادوالو ته خوښي ورکول دي، ځکه کرکټ په هېواد کې یوازېنۍ هغه لوبه ده چې د خلکو ورته سترګې دي او انشاءالله د غوره پالیسیو او اهدافو په پایله کې به کرکټ یو ځل بیا د مینې او خوښۍ پر لوبې بدلوو.))
ښاغلی قریشي د عامه ادارې او عمومي مدیریت په برخو کې دوه ماسټرۍ لري چې سربېره پر دې یې په امریکا او اروپا کې هم په بېلابېلو علمي کورسونو کې ګډون کړی دی.
ښاغلي قریشي همدارنګه په ټولنیز-اقتصادي ډګرونو کې د ځوانانو د پرمختګ لپاره د افغانستان په استازیتوب په بېلابېلو نړیوالو غونډو او ناستو کې ګډون کړی دی.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د اجراییه ریاست لپاره مرکه او پروسه په بشپړ روڼ ډول او د وړتیا له مخې ترسره شوې چې پکې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر او بورډ غړو سربېره د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود.