له خالقداد نوري د دوو کلونو لپاره د روزونکي قرارداد واخیستل شو

د افغانستان کرکټ بورډ پورې اړوند د امو زون مشر روزونکی خالقداد نوري د ادارې د ډسپلین یا انضباط قانون د ۱۰مې مادې له دریمې فقرې او د ۱۸مې مادې له اوومې فقرې د سرغړونې په پایله کې له دوه کلن بندیز سره مخ شو.
له خالقداد نوري د دوو کلونو لپاره د روزونکي قرارداد واخیستل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټې په وینا، د لېسټ اې سیالیو په لړ کې ښاغلی خالقداد نوري د لوبې د پرمختیا څانګې له لوري د مس عینک زون لپاره د مشر روزونکي په توګه په دنده ګومارل شوی و چې نوموړي د لوبو تر وروستۍ ورځې خپل مسوولیت وانخیست او د روزونکي په توګه یې پکې ګډون ونه کړ.

دغه راز باید وویل شي چې نوموړي سربېره پر دې د ادارې له اجازې پرته له هېواده بهر سفر هم کړی دی، په داسې حال کې چې د اصولو له مخې د ادارې هر مسوول کس او قرارداد لرونکی باید بهرنیو هېوادونو ته له تګ وړاندې له ادارې اجازه ترلاسه کړي.

پر همدې بنسټ د انضباط یا ډسپلین کمېټې د پرېکړې له مخې به خالقداد نوري ونه شي کولی، ترڅو له ادارې د دوو کلونو په موده کې د کار کولو قرارداد ترلاسه او یا هم په رسمي سیالیو کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړي.