کابل بازانو د شپږیزې لیګ د دويمې لوبې بریا هم په خپل نوم کړه

د کابل بازانو له لوري نن ډېره ښه توپ اچونه ترسره شوه چې د سپين غر زمريانو لوبډلې ته يې په پایله کې په ۱۷ منډو ماتې ورکړه او په روانه شپږيزه لیګ کې يې دويمه سيالي هم په خپل نوم کړه.
کابل بازانو د شپږیزې لیګ د دويمې لوبې بریا هم په خپل نوم کړه

د شپږيزې کرکټ ليګ پنځمه سيالي نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه په کابل لوبغالي کې د کابل بازانو او سپين غر زمريانو لوبډلو ترمنځ پيل شوه. د لوبې په پيل کې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

کابل بازانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې کریم جنت ډېرې ۴۵ او اصغر افغان ۱۶ منډې وکړې.

د سپين غر زمريانو له لوري کريم صادق ۳، حميد حسن او شاهدالله کمال ۲-۲ او ظهير خان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۳۰ منډو د هدف په تعقيب کې د سپين غر زمريانو ټوله لوبډله په ۱۹.۵ اورونو کې وسوځېدله او ۱۱۲ منډې يې وکړې چې په ۱۷ منډو يې له سيالې لوبډلې ماته وخوړله. د دوی له ډلې نجيب تره کي ۲۵، کریم صادق ۲۱ او شاهدالله کمال ۱۸ منډې وکړې.

د کابل بازانو له لوري وقار سلامخېل ۳، کریم جنت ۲، سميع الله شينواري، امير حمزه او ټينډای چټارا ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کریم جنت ترلاسه کړه چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۴۵ منډې او ۲ ويکټې ترلاسه کړې وې.

د يادولو ده چې د نننۍ بريا سره په روانه شپږيزه ليګ کې کابل بازانو لوبډلې په خپلې دويمه سيالۍ کې هم بريا خپله کړه او د جدول په سر کې قرار لري. همدا راز د سپين غر زمريانو لوبډلې پرله پسې دويمه ماتې هم وخوړه.

د يادولو ده چې سبا سهار ۹ بجې به شپږمه سيالي د ډېلي فرېش امو نهنګانو او پاراګان بند امير ښامارانو ترمنځ ترسره کېږي. همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجه به په اوومه لوبه کې د عارف عظيم بوست ساتونکي او د کابل بازان میدان ته کوزېږي.