کمال خان بند ساتونکي د کمال خان بند جام اتلان شول

د لوبډلمشر ګلبدین نایب د هر اړخیزې لوبې او سلیزې پر مټ کمال خان بند ساتونکي لوبډلې کمال خان بند جوړونکي لوبډلې ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
کمال خان بند ساتونکي د کمال خان بند جام اتلان شول

دغه لوبه چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ یوه شل اوریزه لوبه د کمال خان بند ساتونکي او کمال خان بند جوړونکي لوبډلو ترمنځ یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړه او دغه ملي پروژه یې په ښانداره مراسمو سره ونمانځله.

کمال خان بند جوړونکي لوبډلې په پیل کې پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه د جوړونکو لوبډلې په لومړۍ نیمایي کې د حشمت الله شهیدي د نا سوځېدلو ۱۰۴ او د محمد شهزاد ۷۴ منډو پر مټ ۲۲۵ منګې تر سره کړې او د کمال خان بند ساتونکو لوبډلې ته یې د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه.

د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې د ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او فرید ملک هر یو یوه، یوه ویکټ اخیستل د یادولو وړ ده.

دویمه نیمایي کې کمال خان بند ساتونکي لوبډلې د هدف د تر لاسه کولو په موخه توپ وهنه پیل کړه او د شپږ ویکټو په له لاسه ورکولو سره و توانېدل چې یاد هدف پوره او کمال خان بند جوړونکي لوبډلې ته یې د څلور ویکټو په توپیر ماتې ورکړه، چې لوبډلمشر ګلبدین نایب ۱۰۰ منډې او رحمن الله ګربز ۴۰ منډې د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې په ګټه تر سره کړې، چې افتاب عالم درې، حمید حسن او قیس احمد هر یو  یوه، یوه ویکټ د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې په ګټه تر لاسه کړې.