یو شمېر لوبڅارانو ته د لوبڅارنې د لومړۍ کچې څلور ورځنی کورس پیل شو

نن د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د لوبڅارنې د لومړۍ کچې څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو چې د روانې ډسمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ومومي او په وروستۍ ورځ به یې هم دوی ته د یوې سناریویي لوبې په ترسره کولو سره عملي زده کړې ورکړل شي.
یو شمېر لوبڅارانو ته د لوبڅارنې د لومړۍ کچې څلور ورځنی کورس پیل شو

دغه څلور ورځنی ورکشاپ چې د افغانستان کرکټ بورډ د لوبې پرمختیا او ملي کرکټ اکاډمۍ څانګې له لوري پیل شوی، د یادې څانګې مسوول ښاغلي فردوس غني یې د پرانېستې پر مهال وويل، دا د ویاړ ځای دی چې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د لوبڅارنې د لومړۍ کچې د ۲۳ لوبڅارانو لپاره ورته ورکشاپ پیلیږي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، د یاد ورکشاپ د ترسره کولو یوازېنۍ موخه د لوبڅارانو د ظرفیت او وړتیا لوړول او همدارنګه د دوی د مهارتونو ښه کول دي.

نوموړي د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: (( تاسو دلته اوسمهال له ملي لوبڅارانو زده کړې کوئ او د خپل ملي مسوولیت په توګه مکلف یاست چې په اړوند ولایتونو او ولسوالیو کې یې له نورو لوبڅارانو سره هم شریک کړئ.))

باید وویل شي د دغې کچې ورکشاپ تر فارغېدو وروسته به یاد لوبڅاران وکولی شي چې په کورنيو او نړیوالو لوبو کې لوبڅارنه ترسره کړي.

دغه راز د یادونې وړ ده چې په یاد ورکشاپ کې د هېواد له اتلسو ولايتونو هغه لوبڅاران (امپايران) ګډون لري چې له دې وړاندې يې د لوبڅارنې په ابتدايي کورس او روزنیزو ورکشاپونو کې ګډون کړی وو.

پاتې دې نه وي چې د لومړۍ کچې لوبڅارانو ورکشاپ ګډونوال به د عملي روزنې او ازموینې لپاره د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د یوې ورځې لپاره عملي زده کړې هم وویني.