د بورډ غړو د کلنۍ عمومي ناستې جریان او پرېکړې له رسنیو سره شریکې کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو نن په دغه اداره کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو سره د کلنۍ عمومي ناستې او وروستیو جریانونو ټولې پرېکړې شریکې کړې چې په وینا یې دغه ټولې پرېکړې یې د کرکټ د پیاوړتیا او په دغه اداره کې د غوره اصلاحاتو رامنځته کولو په موخه کړې دي.
د بورډ غړو د کلنۍ عمومي ناستې جریان او پرېکړې له رسنیو سره شریکې کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو نن په دغه اداره کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو سره د کلنۍ عمومي ناستې او وروستیو جریانونو ټولې پرېکړې شریکې کړې چې په وینا یې دغه ټولې پرېکړې یې د کرکټ د پیاوړتیا او په دغه اداره کې د غوره اصلاحاتو رامنځته کولو په موخه کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کلنۍ عمومي ناستې پر مهال یوې درې کسیزې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د وروستیو جریانونو په اړه په عمومي توګه ارزونه وکړي چې یادې کمېټې هم خپل ټول معلومات د بورډ له غړو سره شریک او له هغه وروسته یې په اړه پرېکړې وشوې.

د یادې کمېټې مشر ښاغلي ضیاءالحق امرخېل نن له رسنیو سره د خبري ناستې په ترڅ کې وویل، کرکټ هغه لوبه ده چې د ټولو افغانانو خوښۍ ورسره تړلې دي او د بورډ ټول غړي بشپړ ژمن دي چې له هر ډول سیاسي چلند پرته په دغه اداره کې غوره اصلاحات رامنځته کړي.

د هغه په وینا، د کرکټ بورډ په اداره کې یې د غوره اصلاحاتو رامنځته کولو په موخه د هغو کسانو دندې وځنډولې چې په خپلو مسوولیتونو کې یې ناغېړي کړې وه چې د څېړنو په پایله کې یې د دغې ادارې پخوانی سرپرست اجراییه مشر اسدالله خان له دندې ګوښه او د دغې ادارې دوه نور غړي هر یو د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت خان احمدزی او د ملي لوبډلې مدیر نوید صایم کاکړ یې د یوه کال لپاره د کرکټ ا ړوند ټولو نړیوالو چارو کې له فعالیت کولو منع کړيدي او یوازې به په داخلي کرکټ کې خپل فعالیتونه پر مخ بیایي.

د هغه په وینا، د دغې ادارې نوی اجراییه مشر هم د ازادې سیالۍ له لارې غوره شوی چې د ۱۲ کسانو له منځه د خپل استعداد له مخې ټاکل شوی دی او دغه راز راشدخان چې د نوي لوبډلمشر په توګه غوره شوی، یو ځوان او ستوری لوبغاړی دی چې د افغانستان لپاره ډېرې لاسته راوړنې لري او ټول لوبغاړي به د وروڼو په شان د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو ډګرونو کې ځلیږي.

نوموړي دغه راز د کرکټ بورډ له اعلی سرپرست او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني هم مننه وکړه چې په وینا یې ((د بورډ غړو ته یې بشپړ ډاډ ورکړی چې له کرکټ بورډ سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی او ټولو اړتیاو ته به یې په وخت لاسرسی کوي.))

دغه راز د بورډ بل غړي ښاغلي شکرالله عاطف مشعل هم په یاده خبري ناسته کې خبرې وکړې او په پیل کې یې د افغانستان کرکټ بورډ نوي اجراییه مشر او لوبډلمشر ته د دندو مبارکي وویله او په وینا یې د کرکټ بورډ اداره به په نږدې راتلونکي کې له پنځو تر پنځلس کلن سټراټېژيک پلان درلودونکې وي.

هغه زیاته کړه: ((د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې یې پر یو شمېر پالیسیو او پلانونو کار کړی، د کرکټ بورډ لپاره به سټراټېژیک پلان هم جوړيږي، هغه پالیسۍ چې شته خو بدلونونو ته اړتیا لري، بدلونونه به پکې رامنځته او غني کېږي به او هغه چې نشته له پیله به پرې کار وشي چې په پایله کې به یې د دغې ادارې بیا ټول کارونه د اساسنامې او بسنټ لیک له مخې پر مخ وړل کېږي.))

هغه دغه راز زیاته کړه، د بورډ ټول غړي ژمن دي چې یوه شفافه او غښتلې اداره رامنځته شي، ځکه له کرکټ سره د ټولو هېوادوالو خوښۍ تړلې دي او همدا لامل دی چې ولسمشر او دوی ټولو ته هم دغه اداره مهمه ده او هېوادوال مو باید خوښ واوسي.

د یادولو وړ ده چې د دغې ادارې د اساسنامې پر بنسټ، د بورډ غړو مشري هم د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر پر غاړي وي او د دوی ټولې چارې رهبري کوي.