بند امير ښامارانو په شپږيزه ليګ کې لومړۍ بريا په خپل نوم کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 10 Oct 2019
د شپږيزې کرکټ ليګ په ۶مه سيالۍ کې سهار ۹ بجې کابل لوبغالي کې د ډېلي فرېش امو نهنګان او پاراګان بند امير ښاماران لوبډلې مخامخ شوې.
په پيل کې پچه د ډېلي فرېش امو نهنګانو لوبډلمشر شاپور ځدراڼ وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د پاراګان بند امير ښامارانو د نننۍ لوبډلې لوبډلمشر جاوېد احمدي و، راشد خان د ټپ له امله په نننۍ لوبه کې ونه لوبېده.
د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې ابراهيم ځدراڼ ۶۲ او ميروېس اشرف بيا ۱۳ منډې وکړې.
د بند امير ښامارانو له لوري ښه توپ اچونه ترسره شوه، چې فريد احمد ۳، نجات مسعود او ظاهر شهزاد ۲-۲، مجیب الرحمن او باطن شاه بيا ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د ۱۲۱ منډو هدف د بند امير ښامارانو لوبډلې له لوري په ۱۷.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۷ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري جاوېد احمدي ۶۲ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د امو نهنګانو له لوري ابراهیم ۲ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جاوېد احمدي ترلاسه کړه، چې نن يې په زړه پورې توپوهنه ترسره او ۶۲ ناسوځېدلې منډې يې وکړې.
د يادولو ده چې نن د بند امير ښامارانو دريمه لوبه وه، چې لومړۍ بريا يې خپله کړه، همدا راز د امو نهنګانو بيا دويمه لوبه وه چې خپله لومړۍ ماته يې وخوړه.
نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه په کابل لوبغالي کې د شپږيزې کرکټ ليګ په ۷مه سيالۍ کې د بوست ساتونکي او کابل بازان لوبډلې مېدان ته کوزېږي.