بامیان او سمنګان لوبډلو په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې بریاوې خپلې کړې

د چیلنج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په نهمه ورځ بامیان د هرات او سمنګان د پروان له لوبډلو بریاوې خپلې کړې.
بامیان او سمنګان لوبډلو په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې بریاوې خپلې کړې

د چیلنج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په نهمه ورځ بامیان د هرات او سمنګان د پروان له لوبډلو بریاوې خپلې کړې.

په خوست کرکټ لوبغالي کې هرات لوبډلې بامیانو لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۱۲ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې فهیم الله ۴۳ او لطف الله ۴۰ زیاتې منډې ترسره کړې، بامیانو ته په توپ اچونه کې سمیع الله ۳ لوبغاړي وسوځول.

ورپسې بامیانو لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپوهنه پیل کړه، چې د لوبې په ۳۶،۵ اور کې پرته د کوم لوبغاړي پر سوځیدو ټاکلی هدف پور کړ او لوبه یې د هرات له لوبډلې څخه د ۱۰ ویکټو په توپیر وګټله.

همدا راز په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې سمنګان پروان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۳ منډې هدف وټاکه، سمنګان ته تر ټولو ډیر ۱۳۸ منډې سلیمان عرب او ۴۴ منډې حیات الله ترسره کړې، پروان لوبډلې ته په توپ اچونه کې شاهدالله ۵ لوبغاړي وسوځول.

پروان لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپوهنه پیل کړه چې د ټولو اورونو په لوبولو سره یې یوازې ۲۰۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې سمنګان لوبډلې ته د ۶۰ منډو په توپیر وبایلله.

پروان ته ترټولو ډیر ۸۰ منډې امجید شینواري او ۵۰ منډې عرفان الله ترسره کړې، سمګان لوبډلې ته په توپ اچونه کې حیات الله او سلیمان دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادولو وړ ده چې یادو سیالیو کې به سبا په خوست کرکټ لوبغالي کې د بلخ، هرات او په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د کندز، سمنګان لوبې ترسره شي.