د امو نهنګان لوبډلې د سپين غر زمريانو لوبډله له ماتې سره مخ کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 08 Oct 2019
د شپږيزې کرکټ ليګ په دريمه سيالۍ کې د امو نهنګان او د سپين غر زمريانو لوبډلې نن ماسپښين يوه نيمه بجه د کابل په لوبغالي کې سره مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه د امو نهنګانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې فضل ځاځي ۴۹، عثمان غني ۳۳، ابراهيم ځدراڼ او رحمت شاه ۲۵-۲۵ منډې ترلاسه کړې.
د سپين غر زمريانو له لوري وفادار مومند او ظهير خان ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. د امو نهنګانو لوبډلې له لوري ۳ لوبغاړي د منډو پر مهال وسوځېدل.
د ۱۶۳ منډو د هدف په تعقيب د سپين غر زمريانو لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۹.۴ اورونو کې وسوځېدل او ۱۴۴ منډې يې وکړې. د دوی له ډلې اصف موسی زي ۵۰ او شمس الرحمن ۲۲ منډې وکړې.
د ډېلې فرېش امو نهنګانو له لوري ابراهيم، روښان بارکزي، شاپور ځدراڼ او ميرویس اشرف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، همدا راز فرمان الله هم ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه فضل ځاځي ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې د ۴۹ منډو توپوهنه ترسره کړې وه.
د يادولو ده چې سبا سهار ۹ بجې به د پاراګان بند امير ښامارانو او مس عينک اتلانو لوبډلې څلورمه لوبه ترسره کوي او ماسپښين ۱:۳۰ بجه به د کابل بازانو او سپين غر زمريانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.