امو لوبډلې د غازي امان الله خان جام پایلوبې ته لار ومونده

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په لسمه لوبه کې امو لوبډلې بندامیر لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.
امو لوبډلې د غازي امان الله خان جام پایلوبې ته لار ومونده

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په لسمه لوبه کې امو لوبډلې بندامیر لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.

په پیل کې د لسمې لوبې پچه امو لوبډلې وګټله چې سیالې بندامیر لوبډلې ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه. بندامیر لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۰ مندې جوړې کړې او امو ته یې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.

بندامیر ته په توپوهنه کې تر ټولو ښه توپوهنه اصف موسی زي ترسره کړه چې په ۱۲۱ توپونو یې د ۲ شپږیزو او ۳ څلوریزو پرمټ ۸۹ مندې جوړې کړې، همدا شان شفیق الله غفاري ۲۶، حشمت الله شهیدي ۱۵ او محمد سردار ۱۴ زیاتې مندې ترسره کړې. په داسې حال کې چې امو ته په توپ اچونه کې ننګیال خروټي ۳، عظمت الله عمرزي او میرویس اشرف ۲-۲، شرف الدین اشرف او جمشید خان ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې امو لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپوهنه پیل کړه. امو ټاکلی هدف د لوبې په ۳۲،۱ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بندامیر ته یې د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

امو ته په توپوهنه کې جاوید احمدي ۷۴، زاهد زاخېل ۵۴ او افسر ځاځي ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. بندامیر ته په توپ اچونه کې حمزه هوتک ۲ او نجات مسعود یوه ویکټ واخیسته.

د امو لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۷۴ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو نیمه پایلوبه به سبا په کندهار کرکټ لوبغالي کې د مس عینک او بندامیر لوبډلو ترمنځ تر سره شي.