امو د ۴۴ منډو په توپیر سپین غر له ماتې سره مخ کړ
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 16 Oct 2021
د غازي امان الله جام یو ورځنو یا لېست اې سیالیو دویمه لوبه نن د کندهار په کرکټ لوبغالي کې د امو او سپین غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې سپین غر لوبډلې له سیالې لوبډلې د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ومنله.
د یادې سیالۍ پچه سپین غر لوبډلې وګټله چې لومړی یې د سیالې امو لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، امو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۸۲ منډو هدف وټاکه چې له ډلې یې عمران میر ۱۲۲ ډېرې منډې، فرهان زاخېل ۵۴ منډې او عبدالواسع نوري ۵۲ منډې ترسره کړې، په داسې حال کې چې د سپین غر لوبډلې په ګټه بهار علي شینواري او فرهاد مومند دوه-دوه ویکټې واخیستې.
ورپسې سپین غر لوبډلې خپله پاڼۍ پیل کړه چې ټاکل شوی هدف یې ترلاسه نه کړای شو او د ټولو ویکټو په غورځېدو یې ۲۳۷ منډې جوړې کړې، د سپین غر لپاره بهیر شاه محبوب ۴۶ منډې، محمداسحاق ۵۵ منډې او لوبډلمشر ناصر عمر ۳۰ منډې ترلاسه کړې.
د امو لوبډلې په توپ اچوونکو کې ابراهیم صافي، کامل او عبدالواسع نوري دوه-دوه لوبغاړي او سلیم ساپي یو لوبغاړی وسوځاوه.
د غازي امان الله خان جام سیالیو په دوام به سبا سهار ۹:۳۰ بجې د مس عینک او بندامیر لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شي.