امو لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر بریا خپله کړه 

کابل کرکټ لوبغالی نن د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو په ۱۹مه لوبه کې د کټوازي مس عینک اتلان او امو نهنګان لوبډلو ترمنځ د سیالۍ کوربه و چې په پایله کې یې امو لوبډلې خپل سیال لوري ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او نننۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

د یادې لوبې پچه د امو نهنګان لوبډلمشر احسان الله جنت وګټله چې لومړی یې د سیالې مس عینک لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د کټوازي مس عینک لپاره اصغر افغان ډېرې ۶۳، الله نور ۳۰ او افتخار احمد ۱۷ منډې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د امو نهنګان د توپ اچوونکو له منځه فریدون داودزي او عابدالله تڼي وال دوه-دوه او عبدالواسع یوه ویکټې ترلاسه کړې.

ورپسې د امو توپوهونکو په خپله پاڼۍ کې ډېره چټکه توپوهنه پیل کړه چې د پنځو ویکټو په ورکولو سره یې د لوبې د وروستي اور په دریم توپ د مس عینک اتلان لوبډلې هدف پوره کړه او بریا یې په خپل نوم کړه. د امو نهنګان لپاره اصغر اتل ۵۵ ډېرې، درویش رسولي ۴۱ ناسوځېدلې، بهیر شاه ۳۶ او عارف خان ۱۲ منډې ترلاسه کړې چې پای کې یې د درویش رسولي چټکې شپږیزې او څلوریزې د یادې لوبډلې د بریا لامل شوې. 

د یادونې وړ ده چې د نن ورځې د لوبې غوره لوبغاړی اصغر اتل، سټایلېش یا ډوولي لوبغاړی دروېش رسولي، ډېرې شپږیزې وهونکی لوبغاړی اصغر افغان او لوبه بدلونکی لوبغاړی بیا هم دروېش رسولي وټاکل شول. د یادولو وړ ده چې نن به په دویمه لوبه کې ایوبي کابل بازان لوبډله له ډېوه ګروپ پامیر زلمي لوبډلې سره مخ شي.