مس عینک د شاهدالله کمال د سلیزې پرمټ بریا خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 23 Oct 2021
د غازي امان الله خان د لېست اې لوبو په نهمه لوبه کې امو نهنګان د مس عینک اتلانو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شول.
د نننۍ لوبې پچه امو وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د امو لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اورونو کې ۲۵۳ منډې وکړې. د امو لپاره په توپوهنه کې فرهان زاخېل ۵۷، عمران میر ۳۴، ضیاء الحق ۲۸، جمشېدخان ۲۱، مراد مرادي ۲۰ او محمد سلیم هم ۲۰ منډې وکړې. د مس عینک په توپ اچوونکو کې شاهد الله کمال ۲، ضیاء الرحمن ۲، محمد هاشم ۲ او نور احمد ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د مس عینک لوبډلې د امو نهنګانو ورکړل شوی هدف په ۴۴ اور کې یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په روانو سیالیو کې یې درېیمه پرلهپسې بریا خپله کړه. د مس عینک لپاره شاهدالله کمال د درېیو شپږیزو او لسو څلوریزو پر مټ ۱۰۷ ناسوځېدلې منډې، اصغر اتل ۷۵ او رحمن الله ۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او بریا یې خپله کړه. د امو په توپ اچوونکو کې یوازې کامل د یوه لوبغاړي په سوځېدو بریالی شو.
د دې لوبې غوره لوبغاړی شاهد کمال و، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۰۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې او هم یې دوه لوبغاړي سوځولي وو.
د غازي امان الله خان لېست اې لوبو په لسمه لوبه کې سبا سهار ۹ بجې بند امیر د بُست ساتونکو پر وړاندې د کندهار په کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.