کرکټ ملي لوبډله ډک لاس هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له بنګله دېش او زمبابوې سره تر درې اړخیزه شل اوریزو او له کوربه هېواد سره تر یوازينۍ ټيسټ سيالۍ وروسته نن هېواد ته راستنه شوه.
کرکټ ملي لوبډله ډک لاس هېواد ته راستنه شوه

د دغه سفر پرمهال کرکټ ملي لوبډلې له کوربه هېواد بنګله دیش سره یوه ټیسټ لوبه ترسره کړه چې د افغانستان په بري سره پای ته ورسیده.

دغه راز له زمبابوې او بنګله دېش سره په درې اړخیزه شل اوریزه سياليو کې هم ملي لوبډلې دوه لوبې وګټلې او دوه یې وبایللې چې پایلوبه کې له بنګله دیش سره مخ شوه او د باران ورښت له امله پایلوبه بې پایلې پای ته ورسیده او لوبلړۍ د افغانستان او کوربه لوبډلو ترمنځ مساوي اعلان شوه.

نن د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې لومړی ملي لوبغاړو ته د ادارې له لورې تود هرکلی وویل شو او د دوی د غوره لاسته راوړنو په پار د کرکټ بورډ په اداره کې هم د هرکلي پروګرام نیول شوی و.

د دې پروګرام پرمهال د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس سلاکار ښاغلي عبدالله بارکزي په خپلو څرګندونو کې وویل: (( د کرکټ بورډ مشرتابه او اداره ستاسې په لاسته راوړنو ویاړي، تاسې نړۍ ته وښوده چې غوره وړتیاوې لرئ، تاسې ريښتيني اتلان یاست د هېواد ملي بیرغ مو په نړۍ کې ورپاوه او ملي سرود مو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وغږاوه. ستاسې کړنې او ویاړنې به د افغانستان په تاريخ کې په زرینو کرښو وليکل او پاتې شي.))

دغه راز د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان په خپلو څرګندونو کې وویل: ((د بنګله دېش پر وړاندې مو ټېسټ لوبه ګټل غټ هدف و چې له نېکه مرغه د لوبغاړو د زیاتې خوارۍ په پایله کې مو دغه ویاړ په خپل نوم کړ، که څه هم په شل اوریزه سېریز کې مو دوه لوبې وبایللې، خو بیا هم موږ د راتلونکي شل اوریزه نړيوال جام چې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې به ترسره شي له همدې سياليو پلان شروع کړی ځکه مو په هره لوبه کې نویو او پخوانیو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکاوه.))

دغه راز لوبډلمشر راشد خان په خپلو څرګندونو کې د ځوانو لوبغاړو له وړتیاوو خوښي څرګنده کړه او دا یې د افغانستان د راتلونکي کرکټ ښه استازي وبلل.

د نوموړي پر وینا چې تر دې وروسته به د لوبډلې ټول پلان په نومبر میاشت کې د ویسټ اینډیز لوبډلې پر وړاندې د ټیسټ او شل اوریزو سياليو لوبلړۍ وي چې ګټل یې د افغانستان کرکټ لپاره خورا اړین دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سپټمبر میاشتې له ۵ مې نېټې څخه په بنګله دیش هېواد کې رسمي لوبې پيل او د همدې میاشتې په ۲۴مه نېټه دغه لړۍ پای ته ورسېده.