د ویسټ انډیز پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره نوملړونه اعلان شول

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې په هندوستان کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړل.
د ویسټ انډیز پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره نوملړونه اعلان شول

په دغه خبري ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز او د یادې کمېټې بل غړي مجاهد ځدراڼ د لوبغاړو نوملړونه د رسنیو په وړاندې اعلان کړل.

د انډي مولز په وینا، ټول غوره شوي لوبغاړي د وړتیا او تکړښت پر بنسټ ټاکل شوي او زیاته یې کړه: ((په یاد نوملړ کې د نړیوال جام د نوملړ په پرتله شپږ لوبغاړي نوي شامل دي، دغه ادلون بدلون هم د لوبډلې د لا پیاوړتیاو او غوره راتلونکي لپاره شوی. دغه راز د یو ورځنیو لوبو راتلونکي نړیوال جام لپاره بشپړ چمتوالی هم زموږ لپاره لومړیتوب لري او په دغه برخه کې به غوره شوي لوبغاړي ډېر ښه وځلیږي.))

دغه راز مولز زیاته کړه، ځوان لوبغاړو ته ډېر فرصتونه ورکړل شوي، څو په نړیواله کچه هم خپل استعداد وښيي او وړتیاوې زیاتې کړي، خو د ټیټې کچې لوبغاړي په یوځلي د لوړې کچې ډګر ته نه شي لېږدول کېدلی، ځکه دوی باید یو ځل ښه پاخه او روزنه ترلاسه او بیا په لوړه کچه ورته د لوبو زمینه مساعده شي.

لاندې د هغو لوبغاړو نوملړونه دي چې په هندوستان هېواد کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره غوره شوي دي.

د یو ورځنیو سیالیو نوملړ:

راشدخان (کپتان)، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، جاوید احمدي، افسر ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، ابراهیم ځدراڼ، یمین احمدزی، نوین الحق، اکرام علي خېل او مجیب الرحمن.

د نړیوالو شل اوریزو لوبو نوملړ

راشدخان (کپتان) اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، ابرهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، رحمن الله ګربز، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد، یمین احمدزی، نوین الحق، سید احمد شېرزاد او مجیب الرحمن.

د انډي مولز په وینا، د ویسټ انډیز پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې نوملړ به د شل اوریزو لوبو له پای ته رسېدو وروسته اعلان شي.

د یادولو ده چې د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ به د راتلونکې نومبر میاشتې په شپږمه پیل، دویمه لوبه به یې په نهمه، دریمه او وروستۍ لوبه به یې په یوولسمه نېټه ترسره شي، همدارنګه به د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ د نومبر په ۱۴مه پیل، په ۱۶مه به یې دویمه لوبه او ۱۷مه نېټه هم وروستۍ لوبه ترسره شي چې یوازېنۍ ټېسټ لوبه به هم د همدې میاشتې په ۲۷مه پیل او د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام ومومي.