د افغانستان کرکټ بورډ او کاردان پوهنتون ترمنځ د همکاريو دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 30 Oct 2019
په یوه هوکړه لیک کې راغلي چې په نومبر میاشت کې له ویسټ انډیز سره د درې شل اوریزه سياليو د ملي لوبډلې د لباس عمومي مالي ملاتړ به د کاردان پوهنتون پر غاړه وي.
دغه راز په دویم قرارداد کې هوکړه شوې چې کاردان پوهنتون به د کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو او لوبغاړو ته د ماسټرۍ او لسانس کچې د لوړو زده کړو برابرولو ترڅنګ په ځينو نورو مهمو روزنیزو برخو کې هم لنډمهاله روزنیز کورسونه برابروي.
همدارنګه به د کرکټ بورډ اداره د کاردان پوهنتون محصلینو ته د تخنیکي کرکټ د زده کړې ترڅنګ، ممتازو زده کوونکو ته په کرکټ بورډ اداره کې د کار زده کړې زمینه برابریږي.
د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک پرمهال د کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي خوښي څرګنده کړه چې په وینا یې، د خوښۍ ځای دی چې کرکټ بورډ اداره له یوې علمي ادارې سره د دوه اړخیزو همکاريو تړون لاسليکوي.
ښاغلي ستانکزي په ډاډ سره وویل چې کرکټ بورډ اداره به په خپلو ټولو هوکړو کې ريښتينې وي او هڅه به یې همدا وي چې خپلو همکارو ادارو سره اوږدمهاله ملګرتیا ولري.
دغه راز د کاردان پوهنتون مشر ښاغلي روین رحماني هم له کرکټ بورډ سره د دې تړون پر لاسلیک خوشحالي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې په راتلونکو نورو سياليو کې به هم د کرکټ لوبې ملاتړ کوونکي واوسي او دغه راز په وړیا توګه د هر ډول لنډمهاله روزنیزو ورکشاپونو او کورسونو لپاره زمینې برابرولو ته چمتو هم دي.