د عمان پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره نوملړونه اعلان شول

افغانستان کرکټ بورډ نن د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د دوه یو ورځنیو او پنځو شل اوریزو سیالیو په موخه د افغان ابدالیان (الف) لوبډلې نوملړونه اعلان کړل چې د یادو سیالیو لوبلړۍ به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۲مه پیل چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې په عمان هېواد کې دوام ومومي.

افغان ابدالیان لوبډله به د مهالوېش له مخې د روانې اکټوبر میاشتې په نهمه نېټه یاد هېواد ته سفر وکړي او ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۲ او ۱۵ نېټو دوه یو ورځنۍ سیالۍ او دغه راز په ۱۷مه، ۱۸، ۲۰، ۲۱ او ۲۳مه نېټو شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د عمان پر وړاندې یادو دوو، یو ورځینو سیالیو کې شاهد الله کمال (لوبډلمشر)، نورعلي، عبدالمالک، زبید اکبري، بهیرشاه محبوب، ناصر جمال، رحمن الله ځدراڼ، نعمان شاه (ویکټ ساتونکی)، نوید اظهار، ضیاء اکبر، نوید ځدراڼ، ابراهیم عبدالرحیمزی، اسحاق رحیمي، وفادار مومند او اصف موسی ځای پر ځای شوي دي.

دغه راز په شل اوریزو سیالیو کې شاهدالله کمال (لوبډلمشر)، شهزاد محمدي، افسر ځاځی، صدیق اتل، وفي الله، حضرت الله ځاځی، سمیع الله شینواري، کریم جنت، ننګیال خروټي، قیس احمد، ظاهرخان پکتین، سلیم ساپي، وفادار مومند، نجات مسعود، ابراهیم عبدالرحیمزي او اعجاز احمدزي ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلی میرویس اشرف په دې تړاو وایي: ((د یادو سیالیو لپاره له هره اړخه غوره لوبډله اعلان شوې ده، باید ووایم چې له دغو لوبو زموږ موخه د الف یا ابدالیان لوبډلې مصروف ساتل دي، ترڅو په راتلونکي کې په بشپړ ډول چمتو واوسي او د ملي لوبډلې ترڅنګ یوه بله پیاوړې لوبډله ولرو.))

نوموړي دغه راز زیاته کړه، هیله لرم چې افغان ابدالیان په یادو سیالیو کې غوره کارکردګي وکړي او د یادونې وړ ده چې د عمان لوبډله هم ستره لوبډله ده او د غوره کارکردګیو وړتیا لري، نو هیله لرم چې په یادو لوبو سره د دواړو ورزشي ادارو ترمنځ اړیکې لا ډېرې پراخې شي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د دواړو ادارو د مشرتابه ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ دغه لوبلړۍ پیلیږي چې د یادو ادارو د اړیکو په لا ډېرې پراختیا کې به غوره او مؤثره رول ولوبوي.