د کرکټ بورډ اجراییوي رییس د سریلانکا لپاره د افغانستان له سفیر سره ولیدل

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي ډاکټر حامد شینواري په خپل کاري دفتر کې د سریلانکا لپاره د افغانستان له سفیر ښاغلي محمد اشرف حیدري سره د بېلابېلو مهمو موضوعاتو په اړه ناسته ترسره کړه.

د ناستې په پیل کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس حامد شینواري له محمد اشرف حیدري سره د کرکټ اوږدمهاله برنامو، د کرکټ د ودې او پرمختګ او اسیایي هېوادونو سره د ښو اړیکو په اړه خپل مفصل معلومات شریک کړل.

په سریلانکا کې د افغانستان سفیر ښاغلی محمد اشرف حیدري چې د یو شمېر نورو هېوادونو لکه مالدیف، نېپال او بوتان لپاره نا استوګن سفیرهم دی، د افغانستان او سریلانکا کرکټ ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ، د اړیکو پراختیا، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو نړیوالو لوبو، په تخنیکي برخه کې د روزنکو، لوبڅارانو او د کرکټ نورو تخنیکي څانګو کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو په اړه د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي حامد شینواري ته د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان کرکټ په هر افغان حق لري چې ورته خدمت او کار ترسره کړي، نوموړي د پورته ذکر شوو مواردو په اړه ژمنه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس له ښاغلي حیدري څخه مننه وکړه او دواړو مشرانو د یو او بل سره په لازمو همکاریو ټینګار وکړ.