د عمومي رییس فرهان یوسفزي په مشرۍ د ادارې د کارکوونکو اوونیزه ناسته ترسره شوه

نن د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي په مشرۍ د دغې ادارې د کارکوونکو اوونیزه ناسته ترسره شوه، چې په لړ کې یې د اداري څانګو د مسوولينو له لوري د تېرې اونۍ په لړ کې د ترسره شویو چارو او د راتلونکې اونۍ کاري پلان شریکولو ترڅنګ د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې او وروستي تصمیمونه ونیول شول.
د عمومي رییس فرهان یوسفزي په مشرۍ د ادارې د کارکوونکو اوونیزه ناسته ترسره شوه

نن د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي په مشرۍ د دغې ادارې د کارکوونکو اوونیزه ناسته ترسره شوه، چې په لړ کې یې د اداري څانګو د مسوولينو له لوري د تېرې اونۍ په لړ کې د ترسره شویو چارو او د راتلونکې اونۍ کاري پلان شریکولو ترڅنګ د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې او وروستي تصمیمونه ونیول شول.

د راتلونکې اونۍ په ناسته کې به ښاغلي فرهان یوسفزي ته د اړوندو څانګو مسؤلین خپل راپور وړاندې کوي. د ناستې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي د کرکټ بورډ ډایرېکټر ښاغلي رییس احمدزي ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د هرې اونۍ په لړ کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر او ملي روزونکو ترمنځ ناسته ترسره کړي ترڅو د دوی ترمنځ همغږي لا زیاته شي او د ملي لوبغاړو فزیکي پیاوړتیا ته دې لا ډیره پاملرنه وشي .

د ښځو څانګې مسؤلې اغلې طوبا سنګر ته لارښونه وشوه، چې د ښځو کرکټ د ودې لپاره دې خپلې چارې لا ګړندۍ کړي، ترڅو په راتلونکې کې د دوی لپاره نورې لازمې اسانتیاوې هم رامنځته شي ترڅو پیاوړو ښځينه کرکټ لوبغاړو لپاره هم د قرارداد د ورکړې فرصت رامنځته شي. طوبا سنګر ته یې لارښوونه وکړه چې د رسنیو څانګې سره دې په همغږۍ د ښځینه کرکټ د خبري پوښښ په موخه جلا فېسبوک پاڼه او ټوېټر پاڼه جوړه شي.

د منابع بشري سرچینو مسؤل ښاغلي نثار احمد امیري ته سپارښتنه وشوه، چې د اړوندو څانګو سره دې یو ځل بیا د دوی د ستونزو اورېدو په موخه ناسته ترسره شي او ورته دې لازمې اسانتیاوې رامنځته او د هرې څانګې په کارکوونکو دې له سره غور وشي چې کومې نیمګړتیاوې لري او د هغوی د مهارتونو پورته کولو په موخه دې ورته د ظرفیت د لوړاوي پروګرامونه برابر کړي.

د شکایتونو څانګې مسؤل ښاغلي نصرت ته یې لارښوونه وکړ، چې د خلکو، لوبغاړو او اداري کارکوونکو شکایتونو اورېدو ته دې جدي پاملرنه وکړي او ننګرهار ته د استول شوي استازي راپور دې ژر ورسره شریک کړي او خپلې قانوني او اصولي پرېکړې دې پرې وکړي.

اداري څانګې مسؤل ښاغلي حمید رشیدي ته دنده وسپارل شوه چې د نوي لوبغالي د ځمکې چارې د بیروني او داخلي څانګو سره وڅاري او ژر تر ژره دې خپل راپور چمتو کړي ترڅو د کابل د نوي لوبغالي ځمکه مشخصه او د کار پلان یې له هېوادوالو سره شریک شي. د عملیاتي څانګې مسؤل ښاغلي منهاج الدین راز ته هم ددې ناستې په ترڅ کې دنده وسپارل شوه چې د کرکټ نړیوالې شورا سره دې د راتلونکو نړیوالو سفرونو او لوبو موضوع تعقیب کړي او یو شمېر بشپړ غړو هېوادونو سره یې د لوبو د تنظیم په اړه سپارښتنې ورکړې.

همدارنګه یې د افغانستان غوره لیګ راتلونکې پړاو په اړه د پرمختګونو په اړه ترې وروستي جزیایو غوښتنه وکړه او په یاده برخه کې یې لازم هدایات ورکړل. د کورني کرکټ مسؤل ښاغلي احسان عبید ته لارښوونه وشوه چې د کورنیو لوبو تنظیم په برخه کې دې ټولو ولایتونو ته نورې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي او د زونونو او ولایتونو استازو کاري راپور دې له منابع بشري څانګې سره شریک کړي.

نوموړي ته وویل شو چې د لیست اې سیالیو د ترسره کولو په برخه کې دې ټول تخنیکي اړخونه د تل په څېر جدي په پام کې ونیسي. د انجنیرۍ څانګې مسؤل ښاغلي صدیق الله احمدزي ته دنده وسپارل شوه، چې د ټولو هغو قرار دادي شرکتونو سره دې قانوني چلند وکړي چې په ولایتونو کې یې د لوبغالو چارې په ټاکلي وخت ندي ترسره کړي او د ټولو لوبغالو چارې دې په وخت له نېږدې وڅاري.

د مالي څانګې مسؤل ښاغلي عتیق عباس ته لارښوونه وشوه چې د راتلونکي کال بودیجه دې په ښه او منظم شکل جوړه کړي او د روان کال تر ورستیو دې له ټولو بیروني ادارو سره مالي حسابونه تصفیه شي. د تاسیساتو او امنیتي څانګې مسؤل ښاغلي اقبال ستانکزي ته دنده وسپارل شوه چې د کرکټ بورډ مرکزي ادارې او ولایتي ادارو امنیتي پلانونه دې نور هم منظم کړي او د اړوندو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ خپلې چارې تنظیم کړي.

همدارنګه په مرکز او ولایاتو کې دې د کرکټ بورډ له تاسیساتو سمه څارنه او ساتنه وکړي. د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسؤل ښاغلي حکمت حسن ته لارښوونه وشوه چې د تل په څېر دې د کرکټ هره کړنه په وخت له هېوادوالو سره شریکه کړي او کوښښ وکړئ چې د داخلي لوبو پوښښ په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې همداسې جاري وساتئ.

د پرمختیایې څانګې مسؤل ښاغلي فردوس غني ته یې سپارښتنه وکړه چې ټولې شخصي اکاډمیانې د ثبت او راجستر کړي، د انټر کلب لوبو لړۍ ته دې ځانکړې پاملرنه وشي او د ښوونځیو کرکټ ته دې هم ځانکړې توجه وکړي. همدارنګه لوبڅارانو، روزنکو، سکور شمېرونکو، او د ویډیو تحلیلونکو او تجزیه کوونکو برخې ته دې د روزنې لازم کورسونه ترتیب کړي.

د بازار موندنې څانګې سنیر افیسر ښاغلي نجی الرحمن عزیزي ته سپارښتنه وکړه چې د عمومي سپانسر لېواله شرکتونو سره دې پرلپسې ناستې وکړي او پایله دې ژر تر ژره له نوموړي سره شریکه کړي او د همکارو کمپنیو سره دې د راتلونکې کال لپاره هم خپلې ناستې وکړي.

په پای کې ښاغلي فرهان یوسفزي د ټولو څانګو له مسؤلینو مننه وکړه چې خپلې چارې صادقانه او د مسؤلیت له مخې په ښه شکل مخې ته وړي. هغه له ټولو یو ځل بیا وغوښتل چې په کرکټ بورډ کې د شفافیت او اغیزمنتیا په پار خپلې ټولې هلې ځلې په کار واچوي.