د افغانستان کرکټ بورډ له لانس کلوزنر سره تړون پای ته رسوي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او لانس کلوزنر ترمنځ د یوې ګډې او دوه اړخیزې هوکړې له مخې، له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه، د لانس کلوزنر تړون پای ته رسیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ له لانس کلوزنر سره تړون پای ته رسوي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او لانس کلوزنر ترمنځ د یوې ګډې او دوه اړخیزې هوکړې له مخې، له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه، د لانس کلوزنر تړون پای ته رسیږي.

لانس کلوزنر د ۲۰۱۹م کال په سپټمبر میاشت کې د افغان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وګمارل شو چې د دواړو لوریو د هوکړې پر بنسټ به دغه تړون د روان ۲۰۲۱م کال د ډسمبر میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېږي.

افغان لوبډلې د لانس کلوزنر تر روزنې لاندې ۶ یوورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړې چې په دریو سیالیو کې یې ایرلنډ ته ماتې ورکړې او درې نورې یې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته بایللې دي. همدارنګه افغان لوبډلې په یاده دوره کې درې ټسټ لوبې هم وکړې چې دوه یې بایللې او یوازې یوه ټسټ لوبه کې یې زمبابوې ته ماتې ورکړه. 

سربېره پر دې افغان لوبډلې په همدې موده کې ۱۴ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړې چې په ۹ کې یې بریاوې خپلې کړې او په پاتې ۵ لوبو کې له ماتې سره مخ شوې ده. لانس کلوزنر څه باندې دوه کاله د افغان لوبډلې د مشر روزونکی په توګه دنده ترسره کړه. د افغانستان کرکټ بورډ اداره د نوموړي له خدمتونو څخه قدردانی کوي او د ملي لوبډلې په پرمختګ کې د لانس کلوزنر هڅې ستايي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د نوي مشر روزونکي د ګومارنې لړۍ پیل کړې چې له مخې به یې د راتلونکو سیالیو لپاره د لانس کلوزنر پر ځای بل وړ کس د نوي روزونکي په توګه وټاکل شي.