د افغانستان کرکټ بورډ د بشري سرچینو د سرپرست مدیر عبدالسمیع حفیظي پېژندنه
د افغانستان کرکټ بورډ د بشري سرچینو اوسنی سرپرست مدیر عبدالسمیع حفیظي د ځونډي حفیظي زوی دی چې په ۱۹۹۳م کال کې د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
ښاغلي عبدالسمیع حفیظي د احصایې په برخه کې د پاکستان له پېښور پوهنتون څخه د لېسانس سند په ۲۰۱۵م کال کې ترلاسه کړی. نوموړي خپل دویم لېسانس او د ماسټرۍ سند هم له همدې پوهنتون د اقتصاد او بشري سرچینو په برخه کې په ۲۰۱۷م او ۲۰۱۹م کلونو کې ترلاسه کړي دي. سمیع همدا راز د اسلام اباد د عصري ژبو ملي پوهنتون څخه د انګلیسي ژبې ډیپلوم هم ترلاسه کړی دی.
نوموړي په ۲۰۱۶م کال کې د پېښور پوهنتون د مدیریت او سوداګرۍ پوهنځي کې د مرستیال ښوونکي په توګه هم دنده پیل کړه. همدا ډول نوموړي په ۲۰۱۹م کال کې له افغانستان کرکټ بورډ سره د بشري سرچینو د څېړونکي په توګه دنده پیل کړه چې اوس د یادې څانګې د سرپرست مدیر په توګه دنده ترسره کوي.
سمیع حفیظي د خپلې کاري ډلې د غوره مشرۍ پر مټ د بشري سرچینو د معلوماتي سیستم د جوړولو ترڅنګ د بشري سرچینو ګڼ شمېر نور اهداف هم ترلاسه کړي دي. په بشري سرچینو کې د هغه د څلور کلنې تجربې په پایله کې حفیظي یو مخکښ انسان دی چې د با استعداده کارکوونکو د موندلو، ساتلو او هڅونې پوره وړتیا لري او دا د افغانستان کرکټ بورډ سره مرسته کوي چې د خپلو کارکوونکو له بشپړ ځواک څخه کار واخلي.
هغه د یو پیاوړي مدیریتي کلتور رامنځته کولو ته ژمن دی چې د ادارې او خپلو کارکوونکو ترمنځ فعاله او مؤثره اړیکه جوړه کړي، د دې میتود په کارولو سره اداره کولی شي د بشري سرچینو په ځواکمنتیا او هڅولو سره له خپله دې ځواکه پوره ګټه پورته کړي او کارکوونکي هم د ادارې د موخو ترلاسه کولو په برخه کې له هیڅ راز کوښښ څخه ځان نه باسي.