نصیب خان

اجراییوي مشر

د افغانستان کرکټ بورډ د اجرییوي رییس ښاغلي نصیب خان پېژندنه:

د کرکټ بورډ اوسنی اجراییه رییس نصیب خان د عیسیٰ خان زوی او په ۱۹۸۹ز کال کې د لوګر ولایت په بره‌کي برک ولسوالۍ د ځدراڼو په کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. د ښاغلي نصیب خان پلرنی ټاټوبی د پکتیا ولایت د ښواک ولسوالی دی؛ خو اوسمهال په لوگر کې اوسېږي.

نوموړي خپلې لومړنۍ زدهکړې په لوگر کې پیل کړې، خو وروسته د هجرت په دیار کې له لېسې فارغ شو. د لېسې له فراغت وروسته یې د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې په ژورنالېزم او عامه اړیکو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې وکړې او په دغه علمي سفر کې تر پایه په ټولگي کې اول نمره پاتې شو.

نصیب خان په ۲۰۲۱ز کال کې د اسلام اباد پوهنتون څخه د ۸۱٪ سلنو په نومرو سره د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. نوموړي د زده کړو سربېره کرکټ هم کاوه او په خپلې چټکې توپ اچوونې یې ډېری وخت لوبډلې تر بریا هم رسولې دي.

ښاغلي نصیب خان د لیکوالۍ ښه قلم هم لري او د لنډو کیسو سربېره یې تر دې مهاله د هېواد په روانو حالاتو له سلو زیاتې مقالې هم لیکلي دي او په بېلابېلو مجلو، ورځپاڼو او وېبپاڼو کې خپرې شوي دي. یو یونلیک هم یې چاپ شوی دی.

نصیب خان د روان ۲۰۲۱ز کال د سپټمبر میاشتې ۲۰ مه (۱۴۰۰ د وږي ۲۹مه) د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس په توګه وټاکل شو، چې له ټاکل کېدو سره سم یې په دغه اداره کې په اصلاحاتو راوستو کار پیل کړی او لا هم لګیا دی.

نوموړي په همدې کمه موده کې د کرکټ بورډ په اداره کې ګڼ اصلاحات راوستي دي، چې یوه بېلگه یې د کورنیو لوبو (فرسټ کلاس او لېست اې) لوبغاړو د لوبو د فېسونو لوړوالی دی، او دغه راز نوی اداري تشکیل، په نړیواله کچه د لوبغاړو لاسته راوړنې، له کرکټ نړیوالې شورا سره نږدې همغږي، استعداد ته لومړیتوب ورکول، د کورني کرکټ وده او دغه راز نورې لاسته راوړنې دي چې ورسره به افغان کرکټ لا ډېره وده او پرمختګ وکړي.

د ښاغلي نصیب خان پیغام: ((پیغام مې دا دی چې کرکټ لوبه زموږ د ولس مینه ده او ولسي کوو به یې. ښه بېلگه یې د خیبر ولي په څېر د یوه بېوزله لوبغاړي راتگ دی. ځوان لوبغاړو ته مو لومړیتوب ورکړی، ترڅو د سینیر لوبغاړو پشتوانه پاتې شي، د افغانستان کرکټ په لنډ عمر کې ډېر پرمختگ وکړ او لامل یې هم د افغانانو هغه جذبه ده، چې دوی هر ناممکن ممکن کړ. خو بیا هم که د وطن حالاتو او شرایطو وفا وکړه نور اصلاحات به هم راولو او ځوانانو ته مې دا توصیه ده، چې هر کار کوي نو په پوره اخلاص سره دې وکړي. هغه که کرکټ دی او که بل کوم ډگر. هېڅوک به د دوی د پرمختگ مخنیوی ونه شي کړای او له کرکټ سربېره دې زده کړې هم وکړي او که ممکن وي، یو کسب دې هم زده کړي. که دوی کرکټ ته راووتل نو په نړیوال ډگر کې به په ښه توگه د افغانستان استازیتوب وکړي او که الله مه کړه دوی کرکټ ته را ونه وتل، نو بل کسب او د زدهکړو په ډگر کې به پرمختگ وکړي.))

د یوه پرمختللي، سوکاله او امن افغانستان په هیله...