زابل او سمنګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن د ننګرهار د غازي امان الله خان په کرکټ لوبغالي کې سمنګان او جوزجان لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه. د لوبې پچه سمنګان وګټله او جوزجان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
زابل او سمنګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن د ننګرهار د غازي امان الله خان په کرکټ لوبغالي کې سمنګان او جوزجان لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه. د لوبې پچه سمنګان وګټله او جوزجان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

جوزجان لوبډلې په ټاکل شویو ۳۵ اورونو کې د ۹ ویکټو په زیان ۱۶۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه. د جوزجان لپاره په توپوهنه کې عالم زېب ۳۳ او اکرام ۲۰ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د سمنګان لپاره په توپ اچونه کې جنت ګل منګل ۳ او شرافت مومند ۲ لوبغاړي د سیالۍ له ډګره بهر کړل.

سمنګان لوبډلې په ۲۷.۴ اورونو کې د کومې ویکټې د زیان پرته د جوزجان لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې د لسو ویکټو په شتون کې ماتې ورکړه.

د سمنګان لپاره په توپوهنه کې جنت ګل منګل ۵۲(له ژوبلېدو وروسته بېرته توپوهنې ته رانه غی)، اسمعیل دراني ۵۳ او صلاح الدین عبدالرحیمزي ۴۶ منډې وکړې.

د جوزجان په توپ اچوونکو کې هېڅ یو هم ونه توانېده چې کومه ویکټ واخلي.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جنت ګل منګل ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۵۲ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن سهار د کندهار په ملي کرکټ لوبغالي کې د زابل او فراه لوبدلو ترمنځ لوبه پیل شوه. د لوبې پچه فراه لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، زابل لوبډلې په ۴۶.۵ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان ۲۰۰ منډې وکړې. د زابل لپاره په توپوهنه کې رحیم الله سهاک ۵۶، احمد ولي ۳۸ او نصیب الله ۳۲ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د فراه لپاره بیا په توپ اچونه کې حمید الله او حامد فراهي ۳ـ۳ او نجیب الله فراهي ۲ ویکټې واخیستې.

فراه لوبډلې په ۴۷.۲ اورونو کې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې او ۱۷۸ منډې یې وکړې او ۲۲ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

د فراه لپاره په توپوهنه کې عبدالجبار خان نوري ۱۲۲، بریال خان ۱۷ او خان محمد ۱۰ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د زابل په توپ اچوونکو کې نوید احمد، احمد ولي او رحیم الله سهاک ۲ـ۲ او بلال خان، عمران خان او ظریف رضوان ۱ـ۱ یوه ویکټ واخیسته.

د دې لوبې غوره لوبغاړی رحیم الله سهاک و، چې د زابل لوبډلې په ګټه یې ۵۶ منډې کړې وې او هم یې ۲ ویکټې واخیستې.

د یادونې وړ ده، نن په خوست کرکټ لوبغالي کې د پکتیکا او لوګر لوبه وه؛ خو د ورښت له امله نن لوبه ونه شوه.