د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبغاړو روزنیز کمپ پیل شو

په پلازمېنه کابل کې د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ۲۶ لوبغاړو دوه اونیز تمریناتي کمپ پیل شو، چې په لړ کې به یې یاد لوبغاړي د کورنیو روزونکو تر روزنې لاندې خپل تمرینات ترسره کړي.

یاد روزنیز کمپ به د اګسټ میاشتې تر نهمې نېټې دوام وکړي، چې موخه یې د بنګله دیش پر وړاندې راتلونکو لوبو ترڅنګ اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې او لوبغاړو چمتوالی دی.
دغه کمپ ته غوره شوي لوبغاړي د تکړښتYO-YO  ټېسټ کې له بریالیتوب او له تېر یو نیم کال را هیسې د دوی کار کرده‌ګۍ ته په کتو ټاکل شوي؛ چې د تکړښتYO-YO  ټېسټ د بریالیتوب معیار یې (۱۷.۱) ټاکل شوی و.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله به د بنګله دیش له ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو لوبو ترڅنګ یوه څلور ورځنۍ لوبه هم ترسره کړي، په دې سربېره ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د نولس کلنو په اسیا جام او د ۲۰۲۲م کال جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې به نړیوال جام کې هم برخه واخلي.
دا روزنیز کمپ دوه پړاوه لري؛ چې د لومړي پړاو لوبغاړو څخه به د کمپ بل پړاو ته لوبغاړي غوره شي، چې د دویم پړاو په ترڅ کې به ترې د افغانستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله جوړه شي.