په کابل کې د ملي لوبغاړو روزنیز کمپ پیل شو

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په پلازمېنه کابل کې د پاکستان پروړاندې د راتلونکو لوبو د چمتوالي په پار روزنیز کمپ پيل شو، یاد کمپ به ۱۵ ورځې دوام وکړي؛ چې د لوبغاړو د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو به د ملي روزونکو له لورې کار وشي. 

دغه روزنیز کمپ د کرکټ نړیوالې شورا د لیګ لوبو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د چمتوالي په موخه په لاره اچول شوی، چې شاوخوا ۳۰ لوبغاړي په کې ګډون لري او پنځلس ورځې به دوام کوي. 

همدارنګه یاد کمپ ته د چټکو توپ اچونکو پروسې (هنټ) څخه هم پنځه غوره توپ اچونکي اخستل شوي؛ ترڅو د تجربه لرونکو لوبغاړو سره د مهارت لوړونې په یاده پروسه کې برخه واخلي او له ملي لوبغاړو او روزونکو څخه زده کړه وکړي. 

د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د یاد کمپ په اړه وايي: یاد روزنیز کمپ د پاکستان پر وړاندې لوبو لپاره د لا ډیر چمتوالي په موخه په لاره اچول شوی، ترڅو د ملي روزنکو لخوا د لوبغاړو په تخنیکي برخو کار وشي. نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان سره لوبې زمونږ لپاره ډیرې اړینې دي او زمونږ ټوله هڅه به دا وي چې په دغو سیالیو کې په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کړو او بریاوې ترلاسه کړو.

د یادونې وړ ده چې دغه روزنیز کمپ ته لوبغاړي د غوراوي پروسې د معیارونو لکه دیسپلین، تکړښت (فټنس) او پخوانۍ کارکرده ګۍ ته په کتو غوره شوي او په دغه کمپ کې شاملو لوبغاړو د تکړښت YO-YO  ټېسټ کې له بریالیتوب وروسته د ګډون حق ترلاسه کړی.