په کابل کې د ملي لوبډلې روزنیز کمپ پای ته ورسېد

د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو او د روان کال تر اخره د يو شمېر نورو پلان شويو لوبو لپاره د غوره چمتووالي په موخه په پلازمېنه کابل کې ۱۵ ورځنی کمپ چې د ملي لوبډلې۳۰ لوبغاړو په کې ګډون درلود، نن پای ته ورسید.

په دغه کمپ کې روغتیایي سپارښتنو ته په پام، اتو افغان روزونکو لوبغاړو ته په توپ اچونې، توپ وهنې، ډګرساتنې (فیلډینګ) په برخو کې د هغوی د مهارتونو په لوړولو کار وکړ.

ياد کمپ ته لوبغاړي د درېو معیارونو نظم (ډسپلین)، کارکرده ګي او د تکړښت (YO-YO) ټېسټ په بریالیتوب، غوره شوي و، چې د چټکو توپ اچوونکو (هنټ) پروسې څخه هم پنځو ځوانو چټک توپ اچوونکو په کې برخه اخیستې وه. 

د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې په راتلونکي کې دغه ډول روزنيز او تمريناتي کمپونه د هېواد دننه او بهر د ملي لوبغاړو دا لا غوره چمتووالي په موخه ترسره کړي.