د ړندو یا نابینایانو افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د ړندو یا نابینایانو د شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره چې لوبې یې په پاکستان هېواد کې ترسره کېږي، د افغانستان نابینایانو لوبډله اعلان شوه چې ۱۶ لوبغاړي یې د نوملړ برخه دي چې سیالۍ به یې د روانې نومبر میاشتې له ۲۳مې نېټې پیل چې د راتلونکې دسمبر میاشتې تر دریمې نېټې پورې به دوام ومومي
د ړندو یا نابینایانو افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د ړندو یا نابینایانو د شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره چې لوبې یې په پاکستان هېواد کې ترسره کېږي، د افغانستان نابینایانو لوبډله اعلان شوه چې ۱۶ لوبغاړي یې د نوملړ برخه دي چې سیالۍ به یې د روانې نومبر میاشتې له ۲۳مې نېټې پیل چې د راتلونکې دسمبر میاشتې تر دریمې نېټې پورې به دوام ومومي.

د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو لپاره په پیل کې د ړندو یا نابینایانو اړوند ټولنې له لوري ۵۰ لوبغاړي په نښه شوي وو چې له هغه وروسته یې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د تنظیم او ترسره شوو کمپونو په پایله کې له یادو ۵۰ کسانو ۲۴ غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي په نښه شول چې په پایله کې یې د تمریناتو او د دوی د کارکردګۍ پر بنسټ ۱۶ لوبغاړو وکولی شول چې د یادو سترو سیالیو لپاره د نوملړ برخه شي.

باید وویل شي چې یادو لوبغاړو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په بېلابېلو کمپونو کې چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري ورته چمتو شوي وو، ګډون وکړ او په پایله کې یې غوره لوبغاړو نوملړ ته لاره پیدا کړه.

په دغه نوملړ کې اباسین سیلاب د لوبډلمشر، فهیم د مرستیال لوبډلمشر او شرافت د ویکټ ساتونکي په توګه ګډون لري چې سربېره پر دې پکې فرمان الله، سمیع الله، عبدالله، اسدالله خان، غلام خان، بریالی ساحل، سردار ولي، عبدالمالک، اجمل، روح الله، دوران، عزت الله او زبیح الله ځای موندلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې مسوول ښاغلی نظیم جار عبدالرحیمزی په دې اړه وایي: ((باید ووایم چې له یادو لوبغاړو سره زموږ بشپړ ملاتړ موجود دی، په تېره موده کې مو ورته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې، تر دې چې یاد نوملړ نهایي شو او باید ووایم چې معلولیت هیڅ عیب نه دی، بلکې د ټولنې نور کسان یې هم باید له دوی زده کړي چې د دومره سترو سیالیو لپاره یې لاره موندلې ده او هیله من یم چې دوی به په یادو سیالیو کې ډېر ښه وځلیږي او ډېرې بریاوې به د افغانستان په نوم کړي.))

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ له ټولو معلولیت لرونکو او نابینایانو لوبغاړو سره د تل په څېر ولاړ دی او ژمن دی چې د دوی لپاره به په راتلونکي کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي، ترڅو هېوادوال په دغه ډګر کې هم د غوره او ځلانده لوبغاړو شاهدان واوسي.