د زونونو په کچه ایکس بُل لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم د زونونو په کچه اتم پړاو ایکس بُل - لېسټ اې سیالۍ پیلېږي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۰مه نېټه پیل شي او د راتلونکې سپټمیر میاشتې تر شپږمې نېټې پورې به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې روانې وي.

په یادو سیالیو کې د هېواد د ۵ زونونو اړوند لوبډلې، بند امیر، مس عینک، بست، امو او سپین غر، ګډون لري چې په لومړۍ لوبه کې به یې د سپين غر زون لوبډله د اګست میاشتې په شلمه نېټه د امو زون لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې لوبډلې په لومړي پړاو کې ۶ لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د سپټمبر میاشتې په شپړمه نېټه کېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.

په اتم پړاو ایکس بُل لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر مخکښ او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي.

د یادونې وړ ده چې د اتم پړاو سیالیو د عمومي مالي ملاتړي حقوق له سوپرکولا ملي شرکت ترلاسه کړي دي چې د خپلو تولیداتو له جملې به پکې ایکس بُل انرژي ته کمپاین وکړي.

دغه سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي. د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې تېره اونۍ د کورني کرکټ تر ټولو سترې شل اوریزې سیالۍ، لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالۍ پای ته ورسېدې چې د امو نهنګان لوبډلې د پرلپسې دویم ځل لپاره په خپلې اتلولۍ سره پای ته ورسولې.