د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس له غوراوي کمېټې غړو سره ناسته وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیز الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړو ته نن په یوه رسمي ناسته کې ښاغلی میرویس اشرف ددې کمېټې مشر په توګه معرفي کړ.

د ناستې په ترڅ کې د غوراوي کمېټې غړو د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ته د خپلو وروستیو فعالیتونو او کړنو راپور وړاندې کړ او همدا راز یې د میرویس اشرف په ګمارنې خوښي وښوده.

د ناستې په ترڅ کې نړیوال جام ته د ملي لوبډلې د ښه او غوره چمتووالي او روزنیزو کمپونو په اړه بحث ترسره شو.
ښاغلي فضلي د غوراوي کمېټې مشر میرویس اشرف او غړو ته لارښوونه وکړه، چې د لوبغاړو په غوراوي کې ټول تخنیکي اړخونه په پام کې ونیسي، ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي او د هرې پرېکړې په اړه به د افغانستان ولس ته په وضاحت ځواب ورکوئ.

ښاغلي میرویس اشرف د کرکټ بورډ د عمومي مشر ښاغلي فضلي له باور څخه مننه وکړه چې ددې ستر کار مسؤلیت یې نوموړي ته وسپاره او ژمنه یی وکړه چې د خپلې کرکټ تجربې او ټولو اړخونو ته په کتو به د لوبغاړو غوره ټاکنه کوي او ملت ته به ځواب ورکوي.