د ځوان لوبغاړي ریاض حسن لوبیز بندیز پای ته ورسول شو

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي ریاض حسن درې کلن لوبیز بندیز د شا وخوا ۱۵ میاشتو په تېرېدو سره پای ته ورسېده چې پر بنسټ به یې نوموړی د انظباط او ډسپلین کمېټې د پرېکړې له مخې د وړتیا په ښودلو سره په هر ډول رسمي او غیر رسمي لوبو کې ګډون وکولی شي.

ریاض حسن د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې توپوهونکی دی چې په ۲۰۱۹م کال کې په هندوستان هېواد کې د افغانستان، سویلي افریقا او هندوستان ترمنځ د درې اړخیزو سیالیو پر مهال د ډسپلیني سرغړونې په پایله کې له درې کلن لوبیز بندیز سره مخ شوی و.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ډسپلین او انظباط کمېټې په پرېکړه کې راغلي: ((ریاض حسن په ۲۰۱۹ کال کې د ډسپلیني سرغړونې له امله له درې کلن لوبیز بندیز سره مخ شوی و چې بیا څه موده وړاندې حسن پر نوموړي د ترحم لپاره ادارې ته مراجعه کړې وه او په تېرو کړنو یې پښېماني څرګنده کړې چې پر همدې بنسټ د ډسپلین کمېټې د اصولو د ۳۰ مې مادې له مخې، د اجراییه رییس له تاییدي او د عمومي رییس له منظورۍ وروسته د نوموړي پاتې موده وبخښل شوه.))

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ د بشري سرچینو د اصولو سربېره د لوبغاړو د سرغړونو لپاره د ډسپلین او انظباط اصول هم لري چې د لوبغاړو د عمدی او غیرعمدي تېروتنو پر مهال پرې عملي کېږي.