د زونونو په کچه ایکس بُل لېسټ اې سیالیو لپاره د لوبډلو نوملړونه وټاکل شول
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 04 Aug 2025

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د زونونو په کچه اتم پړاو ایکس بُل لېسټ اې سیالیو لپاره د هېواد د پنځو زونونو د لوبډلو نوملړونه وټاکل. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۰مه نېټه پیل شي او د راتلونکې سپټمیر میاشتې تر شپږمې نېټې پورې به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې روانې وي.
د دغه سیالیو لپاره حشمت الله شهیدي د بند امیر، اکرام علي خېل د سپین غر، یمین احمدزی د امو، افسر خان ځاځی د مس عینک او رحمت شاه زرمتی د بست لوبډلو لوبډلمشران ټاکل شوي دي.
د زونونو په کچه ایکس بُل لېسټ اې سیالیو اتم پړاو لپاره د لوبډلو نوملړونه په لاندې ډول دي:
مس عینک زون: افسر خان ځاځی (لوبډلمشر)، شاهدالله کمال (مرستیال لوبډلمشر)، مبین خان (ویکټ ساتونکی)، حسن عیسی خېل، خالد تڼیوال، نوید عبید، رحمن الله ځدراڼ، ایمل شاهین، عبدالله تره خېل، محمد یونس ځدراڼ، ظاهر خان، لطف الله، دولت ځدراڼ، نوید ځدراڼ، خلیل احمد او محمد داود.
سپین غر زون: اکرام علي خېل (لوبډلمشر)، زبید اکبري (مرستیال لوبډلمشر)، یوسف شاه (ویکټ ساتونکی)، جاوید احمدزی، بارکزی ناصري، بهیرشاه محبوب، شوکت زمان، سهیل خان، صدیق الله پاچا، طارق ستانکزی، عبدالظهور، قیس احمد، محمد الله لوګری، بلال سمیع، ابراهیم عبدالرحیمزی او افتاب عالم.
بست زون: رحمت شاه زرمتي (لوبډلمشر)، ریاض حسن (مرستیال لوبډلمشر)، مسعود ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، جاوید سلیمانخېل، ناصر جمال، بلال احمد ترین، حمزه خان علي خېل، محب الله همراز، اعجاز الحق نورزی، عرب ګل مومند، قمر شمس، صیاءالرحمن شریفي، سید احمد شیرزاد، محب الله زرمتی او یما عرب.
بندامیر زون: حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، شمس الرحمن (مرستیال لوبډلمشر)، نورالرحمن (ویکټ ساتونکی)، محمد هارون، محمد اکرم، ظفر خان الوزی، اعجاز احمدزی، شیر خان بهادر، اصف موسی زی، عبدالهادي، فرمان الله ساپی، رحمت تیره وال، خلیل ګربز، نجات مسعود، فریدون داودزی او لعل باز سینزی.
امو زون: محمد یمین احمدزی (لوبډلمشر)، عبدالمالک حسین خیل (مرستیال لوبډلمشر)، محمد شهزاد (ویکټ ساتونکی)، عمران میر، کمال خان، اعجاز احمد، الله نور ناصري، سمیع الله شینواری، مراد مرادي، عبدالرحمن رحماني، عظیم ځدراڼ، بابر خان، محمد ګل علیزی، کامل کاکړ او محمد ریاض.
د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې لوبډلې په لومړي پړاو کې ۶ لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د سپټمبر میاشتې په شپړمه نېټه کېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.
په اتم پړاو ایکس بُل لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر مخکښ او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي.
د یادونې وړ ده چې د اتم پړاو سیالیو د عمومي مالي ملاتړي حقوق له سوپرکولا ملي شرکت ترلاسه کړي دي چې د خپلو تولیداتو له جملې به پکې ایکس بُل انرژي ته کمپاین وکړي.
دغه سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي. د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې تېره اونۍ د کورني کرکټ تر ټولو سترې شل اوریزې سیالۍ، لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالۍ پای ته ورسېدې چې د امو نهنګان لوبډلې د پرلپسې دویم ځل لپاره په خپلې اتلولۍ سره پای ته ورسولې.