سپین غر پړانګانو د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبې ته لاره وموندله
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 04 Aug 2022
د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو دویم کوالیفایر کې سنګین سپین غر پړانګانو د نجیب الله ځدراڼ، فرید ملک او یمین احمدزي د ښکلې لوبې پر مټ ایوبي کابل بازانو ته د ۶۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
ایوبي کابل بازان لوبډلې د نننۍ سیالۍ پچه وګتله او لومړی یې د سنګین سپین غر پړانګان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
سپین غر لوبډلې ته په توپوهنه کې یواځینی لوبغاړی نجیب الله ځدراڼ و چې د لوبې تر وروستیو ولوبېده او پر مټ یې سپین غر ۱۴۱ منډې هدف وټاکه. نوموړي د ۴۷ توپونو په لوبولو ۶۷ او عابد محمدي د ۲۱ توپونو په لوبولو ۲۸ منډې جوړې کړې.
د یادوولو ده چې د کابل بازانو لپاره په توپ اچونه کې عظمت الله عمرزي د ۱۶ منډو په ورکولو درې او قیس احمد د ۲۳ منډو بدل کې دوه ویکټې ترلاسه کړې.
کابل بازانو د سپین غر لخوا ورکړل شوي هدف پسې د لوبې ۱۵م اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۶۳ منډو په لوی توپیر یې ماتې ومنله. د دوی لپاره شاهدالله کمال په ۳۳ توپونو ۳۷ منډې ترلاسه کړې. بلخوا د سپین غر په توپ اچونه کې فرید ملک د ۱۵ منډو په ورکولو درې، یمین احمدزي د ۱۴ او محمد ابراهیم د ۱۸ منډو بدل کې دوه-دوه لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.
د سپین غر لوبډلې پیاوړي توپوهونکې نجیب الله ځدراڼ ته د غوره او زیاتو شپږیزو وهلو، یمین احمدزي ته د لوبې ډوولي او فرید ملک ته د لوبې بڼې بدلوونکي لوبغاړي جایزې ورکړل شوې.
سپین غر پړانګان او بست ساتونکي لوبډلو د اتصالات شپږیزه کرکټ اتم پړاو پایلوبې ته لاره موندلې ده. د ویلو ده چې بست ساتونکي لوبډله په وروستي ځل پایلوبې ته راغلې خو سپین غر پړانګان د دریم ځل اتلولۍ لپاره مبارزه کوي.