سپين غر په پاڼۍ او ۱۰۳ منډو د مس عينک لوبډلې ته ماتې ورکړه

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو په ۲۲مه لوبه کې د سپين غر لوبډلې په يوې پاڼۍ او ۱۰۳ منډو د مس عينک لوبډلې ته ماته ورکړه.
سپين غر په پاڼۍ او ۱۰۳ منډو د مس عينک لوبډلې ته ماتې ورکړه

دغه لوبه چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د دسمبر په ۱۵مه نېټه پيل شوه، د لوبې پچه سپين غر لوبډلې وګټله او لومړی يې توپ اچونه غوره کړه.

مس عينک لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې فضل نيازي تر ټولو زياتې ۱۳۲ منډې وکړې.

د سپين غر له لوري فريد احمد ۳، عظمت الله عمرزي، محمد ابراهيم او ارشد خان ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

سپين غر په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې دروېش رسولي ۱۲۴، شوکت زمان ۹۱، طاهر خان ۸۶، اکرام علي خېل ۵۲ او شبير نوري ۴۹ منډې وکړې.

د مس عينک له لوري يوسف ځاځي ۵، امير ځاځي ۲، خليل ګربز، فضل نيازي او رحمت الله سهاک ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د مس عينک لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې ۱۶۸ منډې وکړې او په يوه پاڼۍ او ۱۰۳ منډو يې له سپين غر لوبډلې ماته وخوړه. د دوی له ډلې راشد ځدراڼ ۴۲ او رحمت شاه ۳۹ منډې وکړې.

د سپين غر له لوري فريد احمد، محمد ابراهيم، ارشد خان ۳-۳ او طاهر خان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه فريد احمد ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې په دواړو پاڼيو کې ۶ لوبغاړي سوځولي و.

د يادولو ده چې په روانو سياليو کې دا د مس عينک لوبډلې وروستۍ لوبه وه، همدا راز سپين غر به خپله وروستۍ لوبه د دسمبر په ۲۱مه نېټه د بوست لوبډلې سره پيل کړي.