د ایمرجنګ اسیا جام او ویسټ انډیز سره د څلور ورځنۍ تمریناتي سیالۍ لپاره لوبډلې اعلان شوې

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د ایمرجنګ اسیا جام سیالیو او دغه راز د ویسټ انډیز پر وړاندې د راتلونکې څلور ورځنۍ تمریناتي سیالۍ لپاره لوبډلې اعلان کړې چې له یادې څلور ورځنۍ سیالۍ به د راتلونکې ټېسټ لوبې لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي.
د ایمرجنګ اسیا جام او ویسټ انډیز سره د څلور ورځنۍ تمریناتي سیالۍ لپاره لوبډلې اعلان شوې

د غوراوي کمېټې د مسوول ښاغلي انډي مولز په وینا، د دواړو لوبډلو لپاره یې وړ او تکړه لوبغاړي غوره کړي، څو د خپلو سیالو لوبډلو پر وړاندې ښه وځلیږي او بریاوې راوړي.

ښاغلي مولز زیاته کړه: ((د ویسټ انډیز پر وړاندې د څلور ورځنۍ ۱۷ کسیزې لوبډلې لپاره ټول هغه لوبغاړي غوره شوي دي چې د بنګله دېش پر وړاندې په وروستۍ ټېسټ لوبه کې ډېر ښه ځلېدلي وو، چې له همدې ډلې به ۱۵ تکړه لوبغاړي د ویسټ انډیز پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره غوره شي.))

نوموړي همدا راز د ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې د غوراوي په اړه هم وویل: ((د ایمرجنګ اسیا جام لپاره هم غوره لوبغاړي انتخاب شوي، دا لوبې د ځوان لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی، څو غوره ګټه ترې پورته کړي او د سیالو ایمرجنګ لوبډلو پر وړاندې ښه وځلیږي او ډاډه یم چې ځوان لوبغاړي به په دغو لوبو کې د سمیع الله شینواري له لوبډلمشرۍ ښه تجربه ترلاسه کړي.))

د ویسټ انډیز پر وړاندې د څلور ورځنۍ تمریناتي یا وارم اپ لوبې په نوملړ کې: ((راشدخان، اصغر افغان، احسان الله جنت، ابراهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، قیس احمد، اکرام علي خېل، افسر ځاځی، ناصر جمال، ضیاءالرحمن اکبر، ظاهرخان پکتین، یمین احمدزی، حمزه هوتک، سعید احمد شېرزاد او شاپور ځدراڼ.))، شامل دي.

همدارنګه د اسیا جام ایمرجنګ سیالیو په نوملړ کې: ((سمیع الله شینواری لوبډلمشر، منیراحمد کاکړ ویکټ ساتونکی، عبدالمالک، ناصر عمر، بهیرشاه، طارق ستانکزی، دروېش رسولي، وحید شفق، شاهد الله کمال، نجات مسعود، عظمت الله، وفادار مومند، شوکت زمان، عبدالواسع او یوسف ځاځی.)) شامل دي.

دغه راز سلیم، شمس الرحمن او صدام منګل بیا د دغې لوبډلې په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

د یادولو ده چې د ویسټ انډیز پر وړاندې څلور ورځنۍ تمریناتي لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۲۰مه پیل چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ومومي او همدارنګه د ایمرجنګ اسیا جام سیالۍ بیا د اتو هېوادونو ترمنځ د نومبر په ۱۳مه پیل چې د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام ومومي.