راشدخان د افغان لوبډلې د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو

د ملي لوبډلې مشهور او پیاوړی ورو توپ اچونکی راشدخان د کرکټ د شل اوریزو سیالیو د بڼې لوبډلمشر وټاکل شو، په داسې حال کې چې له دې وړاندې ملي لوبغاړي محمد نبي دغه مسوولیت ترسره کاوه.
راشدخان د افغان لوبډلې د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو

د ملي لوبډلې مشهور او پیاوړی ورو توپ اچونکی راشدخان د کرکټ د شل اوریزو سیالیو د بڼې لوبډلمشر وټاکل شو، په داسې حال کې چې له دې وړاندې ملي لوبغاړي محمد نبي دغه مسوولیت ترسره کاوه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف د شل اوریزو سیالیو د لوبډلمشر په توګه د راشدخان د ټاکل کېدو په اړه وویل، باید ووایم چې راشدخان د ملي لوبډلې حتی د کرکټ د نړۍ یو ځلانده او ستر اتل دی، او زه باوري یم چې نوموړی به ورسپارل شوی مسوولیت په ښه او مسوولانه ډول ترسره کړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه: ((راشدخان له دې وړاندې هم د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ ویاړ درلود او ټول لوبغاړي ترې ډېر خوشحاله دي، ډاډه یم چې نوموړی به له خپل مسوولیته د پخوا په پرتله لا ډېر ښه راووځي او د ملي لوبډلې د بریاو کچه به ورسره لوړه شي.))

د یادونې وړ ده چې راشدخان تر اوسه پورې ۷۴ شل اوریزې نړیوالې، ۸۶ یو ورځنۍ نړیوالې او پنځه ټېسټ لوبې کړې چې په ترتیب سره یې ۱۲۲، ۱۶۳ او ۳۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

دغه راز یې په ټوله کې د نړیوالو شخصي لیګونو د لوبو په ګډون نوموړي ۳۶۰ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړې چې په یاده اندازه لوبو کې یې ۴۹۰ ویکټې اخیستې او بېلابېلې کارنامې یې په خپل نوم کړې دي.

راشدخان نوموړي ته د شل اوریزو سیالیو د لوبډلمشرۍ مسوولیت د ورسپارلو په تړاو وایي: ((له شک پرته دا زما لپاره يو لوی وياړ دی چې د خپلې ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو د لوبډلمشرۍ ستر مسووليت راسپارل کېږي, که څه هم دا يو سخت کار دی, خو د خپل هېواد لپاره خولې تويول او سختۍ ګالل بايد لومړيتوب واوسي..))

نوموړي زیاته کړه، ما له دې وړاندې هم د خپلې ملي لوبډلې لوبډلمشري کړې, چې له خپلو ملګرو او لوبغاړو سره ځان ډېر راحته احساسوم, بيا به هم ډېره هڅه کوم چې خپل هېواد او ملت ته وياړونه او خوښۍ راوړم او افغان لوبډله تر هغه ځايه ورسوم چې د ټولو ارمان او غوښتنه ده.

باید وویل شي چې راشدخان له دې وړاندې هم د ملي لوبډلې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د لوبډلمشر په توګه مسوولیت ترسره کړی او ښه پکې ځلېدلی دی.