کابل کې د نوي معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ، د کابل په الوخېلو سیمه کې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو په موخه ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه چې د لومړنیو رسمي چارو له بشپړېدو وروسته به یې ډېر ژر د رغونې چارې هم پیل شي.
کابل کې د نوي معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

د یاد لوبغالي ځمکه چې جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني یې د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو د پرانېستې په مراسمو کې د ځانګړي کولو ژمنه کړې وه؛ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي د هلو ځلو په پایله کې نن ځانګړې او رسمي پروسه یې بشپړه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي یوسفزي په دې اړه وویل، د خوښۍ ځای دی چې جلالتماب ولسمشر د افغان کرکټ د لا ډېرې پیاوړتیا په موخه په کابل کې د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره د یوه حکم په ترڅ کې ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړه.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: ((په دې اړوند خپلو ټولو هېوادوالو ته زېری ورکوم چې کابل به په نږدې راتلونکي کې د یوه معیاري او نړیوال کرکټ لوبغالي درلودونکی وي چېرې به چې زموږ هېوادوال له کرکټ څخه له نږدې خوند اخلي او خپل اتلان به له نږدې هڅوي.))

نوموړي دغه راز وویل: ((په دې تړاو له جلالتماب ولسمشر ځانګړې مننه کوم چې افغان کرکټ ته ځانګړې پاملرنه کوي او هر مهال یې خپل اتلان ډېر هڅولی دي. د لومړنیو رسمي چارو له بشپړېدو وروسته به یې د رغېدو چارې هم ډېرې ژر پیل شي او زه ژمنه کوم چې په ډېر ښه کیفیت سره به یې ټول کارونه پر مخ ولاړ شي.))

باید وویل شي چې دغه لوبغالی به په نړیوالو معیارونو برابر وي چې سربېره پر دې به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره د پنځه ستوري لرونکي مېلمستون، د معیاري حوض، د سرپټې او سرلوڅې روزنځایونو یا اکاډمیو، د نندارچیانو لپاره د سیوري لرونکي ناستې ځایونو، د لوبغاړو لپاره د روغتیايي مرکز، د جومات، د موټرونو تمځای، د اداري ودانۍ او نورو اړوند اسانتیاوې درلودونکی وي.

د یادونې وړ ده چې د یاد لوبغالي په جوړېدو سره به د کرکټ ۳۵ زره نندارچیان په یاد لوبغالي کې سیالۍ له نږدې ننداره کړئ شي او همدارنګه به د کورنيو لپاره هم ځانګړی ځای لرونکی وي.