د پکتیا کرکټ لوبغالي د ستونزو د حل په موخه به ډېر ژر عملي اقدامات ترسره شي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې با صلاحیته پلاوي د پکتيا ولایت د کرکټ ستونزې واورېدې او د حل لپاره به یې ژر عملي او کوټلي ګامونه واخیستل شي.
د پکتیا کرکټ لوبغالي د ستونزو د حل په موخه به ډېر ژر عملي اقدامات ترسره شي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې با صلاحیته پلاوي د پکتيا ولایت د کرکټ ستونزې واورېدې او د حل لپاره به یې ژر عملي او کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي په هدایت پکتیا ولایت ته تللي با صلاحیته پلاوي د پکتيا ولايت ولایتي چارواکو، ځوانانو، ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او د کرکټ يو شمېر څارونکو سره د یاد لوبغالي د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه. یاد پلاوي په پکتیا ولایت کې د کرکټ له لوبغالي لیدنه وکړه او هلته شته ستونزې یې له نږدې څخه و ارزولې. دغه پلاوي له معترضو اړخونو سره په یاد ولایت کې د کرکټ په ستونزو او نیمګرتیاوو بحث وکړ او د هغوی د شویو ادعاوو ارزونه ترسره شوه. دغو خبرو اترو دوه ورځې وخت واخیست چې په پایله کې یې په لاندې مواردو موافقه وشوه:

۱:  د پکتیا ولایت اړوند معترضو اړخونو ادعا کړې وه چې د یاد ولایت د کرکټ لوبغالي د جوړولو لپاره ۷۵۰۰۰۰ ډالر (اوه لکه او پنځوس زره ډالر) منظور شوي و؛ خو دغه رقم مصرف شوی نه دی. د افغانستان کرکټ بورډ د پلاوي لخوا دغه ادعاوې په کلکه رد شوې او د غونډې ګډونوالو ته یې وویل شول چې یاد رقم یوازې د ولایتي پراختیايي شورا په غونډه کې یادې شوې وې خو منظوري یې نه ده راغلې او نه هم د دې ادعا د ثابتولو لپاره کوم سند شتون لري. پلاوي زیاته کړه چې په یاد لوبغالي باندې څه باندې ۱۹ میلیونه افغانۍ چې له ۲۳۳۰۰۰ ډالرو سره معادل دي، مصرف شوې، چې ټول اسناد یې موجود دي.

۲:  د افغانستان کرکټ بورډ اړوند د کورني کرکټ څانګه به د پکتیا ولایت په کرکټ لوبغالي نوی چمن کري او د یاد لوبغالي هواري او د لېول چارې به هم سر ته رسوي. (د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ۲۰۲۱ م کال د کورني کرکټ په پلان کې هم د یاد لوبغالي د رغنیزو چارو تابیا موجوده وه)

۳:  د پکتیا ولایت د کرکټ اکاډمۍ د هوارۍ (لېول) چارې هم ترسره کیږي او له اکاډمۍ څخه به د ګلدانۍ په شکل يو کوچنی احاطوي ديوال هم تاو شي.

۴:  د پکتیا ولایت د کرکټ په اکاډمۍ کې به درې خاورين ويشتن ځايونه (پيچونه) جوړېږي.

۵:   د پکتیا ولایت د کرکټ لوبغالي د پوېلین عمومي ترمیم، چې په کې د ماتو ښیښو نصبول، د تشنابونو د پیپونو او اوبو سیسټم بیا رغول او د ډریسینګ رومونو د الماریو بیا ځلې جوړول شامل دي، ترسره کیږي.

۶:   د پکتیا ولایت د کرکټ لوبغالي د اوبو او پایپونو سیسټم به نوی کیږي.

۷:    د پکتیا ولایت د کرکټ لوبغالي د دواړو اړخونو لپاره به سایډ سکرینونه او یو عدد سکور بورډ هم نصب کړل شي.

۸:     د پکتیا ولایت په کرکټ لوبغالي کې د لوبغاړو د ناستې لپاره ۳۰ پلاستیکي څوکۍ اخیستل.

د یادونې وړ ده چې معترضو اړخونو د خپلو اعتراضونو په جریان کې یو شمېر داسې موارد هم رسنیو سره شریک کړي و؛ چې حقیقت یې نه درلود او د سوء تفاهم او نه همغږۍ له امله شریک شوي و. د افغانستان کرکټ بورډ لخوا تللي با صلاحیته پلاوي یاد سوء تفاهم له منځه یوړ او ټولو معترضو اړخونو ته یې قناعت ورکړ.

د دې ترڅنګ د پکتیا ولایت د معترضو اړخونو لخوا په لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې ځایونو (سټېنډونو)، د سرپټې (اینډور) اکاډمۍ، مېلمستون، د اوسني پویلین دویم پوړ ودانۍ جوړولو او یو شمېرې سترې غوښتنې درلودې چې له افغانستان کرکټ بورډ څخه د تللي پلاوي لخوا ورته پراخ معلومات ورکړل شول، چې د هیواد په هیڅ لوبغالي کې دغه موارد د افغانستان کرکټ بورډ په بودیجه نه دي جوړ شوي؛ بلکې د کرکټ ولایتي استازو لخوا د اړونده ولایتونو ولایتي او پراختیايي شوراګانو په مرسته د دولت په انکشافي بودیجه کې شاملیږي او له همدې لارې یادې ودانیزې چارې ترسره کېږي. د یادونې وړ ده چې هغه موارد چې د دواړو اړخونو لخوا پرې پرېکړه شوې ده، د جوړولو او بیا رغونې چارې به یې د راتلونکي کوچني اختر په پنځمه ورځ پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اداره ژمنه ده چې په ټولو ولایتونو کې د کرکټ متوازن انکشاف اصل او د کرکټ حجم ته په کتو د کرکټ د پراختیا په برخه کې کار وکړي.