پکتیا او ننګرهار ب لوبډلو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومونده

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن درې لوبې وشوې چې په خوست کې د پکتیا ولایت لوبډلې د یوې بهترینې لوبې وروسته پروان ته د ۳۲۶ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او راتلونکو لومړۍ درجه ولایتي سالیو ته یې لاره ومونده. له بلې خوا د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ننګرهار ب لوبډلې هم د بلخ ولایت لوبدلې ته په ۸۹ منډو ماتې ورکړه او له خپل ګروپ څخه یې د مخکښې لوبدلې په توګه راتلونکو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومونده.
پکتیا او ننګرهار ب لوبډلو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومونده

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن درې لوبې وشوې چې په خوست کې د پکتیا ولایت لوبډلې د یوې بهترینې لوبې وروسته پروان ته د ۳۲۶ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او راتلونکو لومړۍ درجه ولایتي سالیو ته یې لاره ومونده. له بلې خوا د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ننګرهار ب لوبډلې هم د بلخ ولایت لوبدلې ته په ۸۹ منډو ماتې ورکړه او له خپل ګروپ څخه یې د مخکښې لوبدلې په توګه راتلونکو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومونده.

د نن ورځې لومړۍ سیالي د کندهار ولایت په ملي کرکټ لوبغالي کې د غزني او کابل ب لوبډلو ترمنځ پیل شوه چې د کابل لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده. غزني ولایت د لوبې پچه وګټله او کابل ب لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د دغې لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکي فریدون داودزي په خپلو لومړنیو درې توپونو درې پرلپسې وېکټې واخیستې. له دې وروسته د دغې لوبډلې نور توپ اچونکي هم ښه وځلېدل او د کابل ب لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۱۹۲ منډو د سیالۍ له ډګره بهر کړل. د کابل لپاره فضل الله ۷۴، لوبدلشمر الماس شیرزاد ۵۱ او احمد ولي ۲۳ منډې جوړې کړې. د غزني لپاره فریدون ۴، عثمان ځاځي ۳، سیف الله منګل ۲ او برکت ابراهیمزي یوه وېکټ ترلاسه کړه.

غزني لوبډلې په ۳۶.۴ اورونو کې د لسو وېکټو په زیان ۱۳۰ منډې وکړې او د ۶۲ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه. د غزني لوبډلې په توپوهوونکو کې علم خان سهار ۲۶، برکت الله ابراهیمزي ۲۱، رحمن الله رحماني ۲۱ او فریدون داودزي ۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د کابل ب په توپ اچوونکو کې بابر خان په خپلو لسو اورونو کې ۶ مېډن کړل، ۲۲ منډې یې ورکړې او ۵ ویکټې یې واخیستې، په نورو توپ اچوونکو کې الماس شېرزاد ۲، فضل الله، محمد نصرت او عزیزالله ببرو ۱-۱ لوبغاړی د سیالۍ له ډګره رخصت کړ. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د کابل ب لوبډلې لوبغاړي بابر خان ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۵ ویکټې اخیستې وې.

د ورځې دویمه لوبه د خوست ولایت په کرکټ لوبغالي کې د پکتیا او پروان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. دې لوبې پچه پکتیا وګټله او خپله یې توپوهنه غوره کړه. دغې لوبډلې د رحمن زرمتي، یوسف شاه زرمتي او محب زرمتي د بهترینې توپوهنې پر مټ د پروان ولایت لوبدلې ته د ۴۲۰ منډو هدف وټاکه. د دوی لپاره یوسف شاه زرمتي ۱۳۰، رحمن زرمتي ۱۲۴، محب الله زرمتي ۶۹ او لوبډلمشر حقمل اریا ۴۱ چټکې منډې جوړې کړې. په داسې حال کې چې د پروان لوبډلې لپاره اصف دلاور ۵ او صدیق الله نیازي ۴ وېکټې ترلاسه کړې.

پروان لوبډلې په ۳۲.۴ اورونو کې د لسو وېکټو په زیان یوازې ۹۳ منډې وکړې او په ۳۲۶ منډو په لوی توپیر یې ماتې ومنله. د پروان په ګټه په توپوهنه کې شاکر ۲۸، محمد صابر ۱۶، اصف دلاور ۱۳ او حبیب الله جبار ۱۱ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د پکتیا په توپ اچوونکو کې لوبدلمشر حقمل اریا ۵، امیر ځاځي ۲ او محب الله زرمتي، احمد شاه او شېر خان یوه-یوه وېکټ واخیسته. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حقمل ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې په توپوهنه کې چټکې ۴۱ منډې او هم د سیالې لوبډلې ۵ ویکټې واخیستې.

د ورځې په دریمه لوبه کې بیا د ننګرهار ولایت ب لوبډلې د بلخ ولایت له لوبډلې سره په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې لوبه ترسره کړه. بلخ لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه. ننګرهار ب لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په زیان سره  ۳۰۵ منډې جوړې کړې. د يادې لوبډلې لپاره په توپوهنه کې حزب الله دراني ۱۰۳، عبدالله مومند ۴۶ او همایون شینواري ۲۵ زیاتې منډې وکړې.  په داسې حال کې چې د بلخ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې احمدالله، انور او اسدالله متاڼي دوه-دوه مقابل لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

د بلخ لوبډلې په توپ اچوونکو کې احمدالله ، انور نوري او اسدالله متاڼي ۲-۲ او کامل کاکړ د یوې ویکټې په اخیستو بریالی شو. بلخ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۳ ویکټو په زیان ۲۱۵ منډې وکړې او له سیالې لوبدلې یې د ۸۹ منډو په توپیر ماتې ومنله. د بلخ لپاره په توپوهنه کې ظفر خان الوزي ۱۲۰ ناسوځېدلې،  اسدالله متاڼي ۴۶، محمد وسیم ۱۵ او یوسف الوزي ۱۱ ناسوځېدلې منډې وکړې؛ خو لوبډله یې بریا ته ونه شوه رسولی. د ننګرهار لپاره په توپ اچونه کې اکرام مومند، صدیق فضلي او جمیل شینواري ۱-۱ وېکټ واخیسته. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حزب الله دراني ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۰۳ منډې کړې وې.

له دې سره د روانو وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو د لومړي، دریم او پنځم ګروپونو سیالۍ پای ته ورسېدې چې له منځه یې هر ګروپ مخکښو هلمند، پکتیا او ننګرهار ب ولایتي لوبډلو راتلونکو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومونده. د یادو سیالیو په ترڅ کې سبا وقفه ده او بله ورځ چې د روانې فبروري میاشتې له ۲۱مې نېټې سره سمون خوري، د یادو سیالیو درې نور ګروپونه دویم، څلورم او شپږم به په ترتیب سره په کندهار، خوست او ننګرهار ولایتونو کې پیل شي.