په تېرو درېو میاشتو کې له ۱۰۰ ډېرو شکایتونو ته رسیده ګي شوې

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د شکایتونو څانګې د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې په تېرو څلورو میاشتو کې د وزیر محمد اکبرخان دریمه، دویمه او لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنیو سیالیو کې شاوخوا له ۱۰۰ څخه د پورته لوبغاړو شکایتونه اورېدلي دي، د هغوی د حق پوښتنه یې کړې او د هغوی ستونزو ته یې د حل لارې پېدا کړې دي. همدا راز یې د مرکز په ګډون په ولایتونو کې د کارکوونکو ستونزې اورېدلي او حل کړې دي.
په تېرو درېو میاشتو کې له ۱۰۰ ډېرو شکایتونو ته رسیده ګي شوې

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د چارو د لا ښه والي، د لا ډېر شفافیت د رامنځته کولو، ستونزو ته د رسیدګۍ او د ټولو اصولو او قواعدو په سمه توګه عملي کولو په موخه د شکایتونو د اورېدو څانګه رامنځته کړې ده؛ چې له تېر یوه کال راهیسې فعالیت کوي او په ترڅ کې یې د ټولو لوبغاړو، اداري کارکوونکو او د افغانستان کرکټ بورډ ټولو ښکېلو اړخونو ستونزې، شکایتونه او وړاندیزونه اورېدل کیږي او ورته رسیده ګي کېږي. د شکایتونو د اورېدلو څانګه د افغانستان کرکټ بورډ او هغو اړخونو ترمنځ چې ستونزې لري او یا یې حق تلف شوی دی، د یوه پُل په توګه فعالیت کوي. د دې ترڅنګ د خپلو ټولو کارکوونکو او لوبغاړو لپاره د هغوی د ستونزو د اورېدو او ثبتولو په برخه کې د یوه رسمي ادرس په توګه فعالیت کوي، چې د ټولو ښکېلو اړخونو لپاره به ځواب ویونکی وي.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د شکایتونو څانګې د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې په تېرو څلورو میاشتو کې د وزیر محمد اکبرخان دریمه، دویمه او لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنیو سیالیو کې شاوخوا له ۱۰۰ څخه د پورته لوبغاړو شکایتونه اورېدلي دي، د هغوی د حق پوښتنه یې کړې او د هغوی ستونزو ته یې د حل لارې پېدا کړې دي. همدا راز یې د مرکز په ګډون په ولایتونو کې د کارکوونکو ستونزې اورېدلي او حل کړې دي.

دغې څانګې د ولایتونو په کچه بنسټیزې ستونزې هم اورېدلي دي او د حل په موخه یې مسؤلینو د نورو څانګو له استازو سره مختلفو ولایتونو ته سفرونه کړي چې د ستونزو له لیدو وروسته یې د حل لپاره ګامونه پورته کړي چې ښه بېلګه یې د پکتیا ولایت کرکټ لوبغالي ستونزې ته رسیده ګي کېدایشي چې یاده ستونزه د شکایتونو اورېدلو څانګې د غړو په شمول د یو با صلاحیته پلاوي له لوري په هر اړخیز ډول وڅېړل شوه او د حل لپاره یې اړین اقدامات ترسره شول، د یاد لوبغالي لپاره په پام کې نیول شوي تدابیر به پلي کیږي، چې اړینې چارې یې له ټاکل شوې نېټې وړاندې پیل شوې دي. د دې ترڅنګ د شکایتونو اورېدلو څانګې په دې وروستیو کې د ګڼو ملي لوبغاړو ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې له اړوندو اړخونو سره اړین اقدامات ترسره کړي دي.

دغه څانګه په ټولو هغو اړخونو چې په هره کچه وي، غږ کوي که د دوی په حق کې هر ډول جفا شوې وي او یا یې په هر ممکن ډول حق خوړل شوی وي او یا په کرکټ پورې اړوند کوم کس ترې د کوم څه غوښتنه کړې وي، کولای شي چې د اړینو شواهدو په وړاندې کولو سره خپل حق ترلاسه او یا یې په حق کې شوې جفا جبران کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د شکایتونو اورېدلو څانګه ټولو شکایت کوونکو ته ډاډ ورکوي چې د غوښتنې په صورت کې به یې هویت پټ ساتل کیږي. د افغانستان کرکټ بورډ اداره د شفافیت او روڼتیا په لور مزل کې د خپلو ټولو ښکېلو اړخونو (لوبغاړو، تخنیکي او اداري کارکوونکو او کرکټ پورې اړوندو وګړو) مرستې ته اړتیا لري.

دغه څانګه د شکایتونو د ترلاسه کولو لپاره بیلابیلې لارې کاروي چې د هر یو کارول اسانه دي، یادې لارې په بشپړه توګه محرمیت ساتي او د شکایت کوونکي لپاره لګښت نه لري.

د یادونې وړ ده چې شکایت کوونکي کولی شي د ټیلیفون شمېرې، د وټس اپ اکاونټ، په لیکلې بڼه، د بریښنالیک، د شکایاتو صندوقونو او له شواهدو سره د افغانستان کرکټ بورډ ته د راتګ له لارې خپل شکایتونه له یادې څانګې سره شریک کړي.

د وټسپ او اړیکې شمېره: ۰۰۹۳۷۲۹‍۱۲۸۳۱۶

بریښنا لیک (Complaint@afghancricket.af)