مس عينک اتلانو پرلپسې دويمه بريا هم خپله کړه

د وزيرزي مس عينک اتلانو له لوري نور علي ځدراڼ او رحمن الله ګربز ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره او خپلې لوبډلې ته يې بريا ور په برخه کړه.
مس عينک اتلانو پرلپسې دويمه بريا هم خپله کړه

د وزيرزي مس عينک اتلانو لوبډلې په خپله دويمه لوبه کې د پاراګون بند امير لوبډلې ته په ۹ منډو ماته ورکړه او په روانو سياليو کې يې دويمه بريا خپله کړه، همدا راز د پاراګون بند امير ښامارانو لوبډلې خپله دويمه لوبه هم وبايلله.

د شپږيزې کرکټ ليګ څلورمه لوبه د کابل لوبغالي کې سهار ۹ بجې د وزيرزي مس عينک اتلانو او د پاراګون بند امير ښامارانو لوبډلو ترمنځ پيل شوه. په پيل کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلمشر محمد نبي وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

مس عينک اتلانو له لوري د پيل توپوهونکو نور علي ځدراڼ او رحمن الله ګربز د ۱۳۴ منډو ملګرتيا وکړه او د خپلې لوبډلې هدف يې ډېر قوي کړ. د دوی ملګرتيا د شپږيزې کرکټ لیګ د تاريخ دويمه لويه ملګرتيا وه.

مس عينک اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې نور علي ځدراڼ ۷۷، رحمن الله ګربز ۵۶ او طارق ستانکزي ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ۱۹۳ منډو د هدف په تعقيب کې د بند امير ښامارانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې شوکت زمان ۵۴، جاوېد احمدي ۴۱ او ناصر جمال ۳۹ منډې وکړې.

د مس عينک اتلانو له لوري نوين الحق، محمد نبي، يمين احمدزي او نور احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور علي ځدراڼ ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې په زړه پورې توپوهنه وکړه او ۷۷ منډې يې ترلاسه کړې.

د يادولو ده چې نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه په کابل لوبغالي کې د کابل بازانو او سپين غر زمريانو ترمنځ د شپږيزې کرکټ ليګ ۵مه سيالي ترسره کېږي، چې ټکټ يې وړیا دی.