افغانستان کرکټ بورډ ته د بورډ نوي غړي معرفي شول

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په ګډون د دغې ادارې د بورډ لپاره نهه غړي معرفي شول چې ښاغلی میرویس اشرف به یې مشري پر غاړه لري.
افغانستان کرکټ بورډ ته د بورډ نوي غړي معرفي شول

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په ګډون د دغې ادارې د بورډ لپاره نهه غړي معرفي شول چې ښاغلی میرویس اشرف به یې مشري پر غاړه لري.

د جلالتمآب رییس الوزرا د ۵۵۸ شمېرې د حکم پر بنسټ، ښاغلی میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس او د بورډ د مشر په توګه ټاکل شوی دی. د نوموړي ترڅنګ ملي سوداګر ښاغلی عبدالرحمن الکوزی، د کام ایر هوايي شرکت مشر ښاغلی زمری کامګار، ملي سوداګر عبیدالله صدرخېل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال ښاغلی خان جان الکوزی, د کاردان پوهنتون رییس ډاکټر خالد حاتم، د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ښاغلی الله داد نوري، د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د نوولس کلنو ملي لوبډلې روزونکی ښاغلی رییس احمدزی او د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس ښاغلی رحمت الحق فضیل د بورډ د غړو په توګه معرفي شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دغه حکم کې د کرکټ پر بې پریتوب او خپلواکي ټینګار شوی دی او د بورډ له ټولو غړو غوښتنه شوې ده، ترڅو د افغانستان له کرکټ بورډ ادارې سره په اړوند چارو او د مالي همکاریو د راجلبولو په ډګر کې بشپړه همکاري وکړي.