ملي لوبډله نن د متحده عربي اماراتو پر لوري خوځیږي

افغان ملي لوبډله به نن د عمان پر ځای د اماراتو پر لوري وخوځيږي او د روانې جنوري میاشتې په وروستۍ اونۍ کې به د ایرلنډ پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د لیګ په درشل کې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي.

د اماراتو هېواد له لوري د ویزو د نه ورکړې له امله پتېل شوې وه، ترڅو یادې سیالۍ په عمان کې ترسره شي، خو له نېکه مرغه تېره شپه ناوخته د ملي لوبډلې لوبغاړو او ورسره مل پلاوي ته د یاد هېواد له لوري ویزې ورکړل شوې؛ چې ورسره دغه ستونزه حل او په پایله کې به یې یادې سیالۍ په اماراتو کې ترسره شي.

ادارې له پیله په پام کې درلوده، چې دغه  لوبې په اماراتو کې ترسره کړي، خو د دغه هېواد له لوري د کورونا ناروغي له امله د افغانستان په ګډون پر یو شمېر نورو هېوادونو ویزې بندې شوې چې له امله یې لوبغاړو ته د ویزو د اخیستو چاره هم ټکنۍ شوه.

دغه راز باید وویل شي چې مېلمه لوبډلې هم د کورونا ناروغي پر وړاندې د غوره وقایوي تدابيرو په موخه د عمان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د لوبېدو لېوالتیا درلوده نو پر همدې بنسټ ادارې د غوره اسانتیاو په موخه متحده عربي امارات غوره کړ.

افغانستان کرکټ بورډ د تېر کال د نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د متحده عربي اماراتو ویزو د ترلاسه کولو په موخه غوښتنه کړې وه، خو پرون شپه ناوخته یاد هېواد ټولو لوبغاړو او له لوبډلې سره مل او اړوند مسوولینو ته ویزې ورکړې دي.

د یادونې وړ ده چې یادو ټولو خنډونو ته په پام سره به د ملي لوبډلې دغه درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ د پخوانۍ نېټې په پرتله په وروستۍ لسیزه کې ترسره شي.