د ملي لوبډلې د روزنیز کمپ دویم پړاو هم پای ته ورسېد

د ملي لوبغاړو د روزنیز کمپ دویم پړاو چې د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د لوبو ترڅنګ د روان کال يو شمېر نورو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د غوره چمتووالي په موخه په پلازمېنه کابل کې په لاره اچول شوی و نن پای ته ورسېد.
د ملي لوبډلې د روزنیز کمپ دویم پړاو هم پای ته ورسېد

دغه کمپ د روانې جولای میاشتې په شپږمه نېټه پیل شوی و او د ملي لوبډلې ۲۸ لوبغاړو په کې برخه درلوده. 
په یاد کمپ کې د مشر روزونکي لانس کلوزنر، نورو نړیوالو روزونکو او د اتو افغان روزونکو تر روزنې لاندې د لوبغاړو په توپ اچونې، توپ وهنې او ډګرساتنې په برخو کې د هغوی د مهارتونو په لوړولو کار ترسره شو.
همداراز په دغه کمپ کې د ملي لوبغاړو ترمنځ د دوو لوبډلو له جوړښت وروسته درې خپل منځي تمریناتي لوبې هم ترسره شوې.
د یادونې وړ ده چې د دغه کمپ لومړی پړاو د تېرې میاشتې په لسمه نېټه د شا و خوا ۳۰ لوبغاړو ترمنځ پيل او ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.