د ملي لوبډلې لوبغاړو د «شمسه دارالایتام» له زدهکوونکو سره تشویقي لوبه وکړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 05 Oct 2021
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د «شمسه دارالایتام» څخه د لیدنې ترڅنګ د دې دارالایتام له زدهکوونکو سره تشویقي لوبه هم وکړه.
د «شمسه دارلایتام» زدهکوونکو د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې لوبغاړو ته ګډه دعا هم وکړه او په راتلونکي نړیوال جام کې یې ورته د بریا لپاره لاسونه لپهکړل.
د دې دارالایتام مدیرې وویل: په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د بریا لپاره به هره وځ د قران کریم ختمونه وکړي او د ملي اتلان به په خپلو دعاوو کې یاد ساتي.
د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزي د دې دارالایتام له استادانو مننه وکړه چې د یتیمو زدهکوونکو د ښې راتلونکې لپاره زدهکړې ورکوي او زدهکوونکي یې وهڅول چې د خپلې ښې راتلونکې لپاره درسونه ووايي.
ښاغلي عبدالرحیمزي وویل: ملي لوبډلې لوبغاړي به په راتلونکي نړیوال جام کې ښې لوبې وکړي او ملت ته به خوښي وروبښي.
ټاکل شوې چې ملي لوبډله په نږدې راتلونکو ورځو کې په نړیوال جام کې د ګډون په موخه عربي متحده اماراتو ته ولاړه شي.