د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی د نجیب ترهکي په نوم ونومول شو

د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی او تکړه توپوهونکی نجیب الله تره‌کی څو ورځې وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شو چې پرون یې د ننګرهار ولایت په یوه روغتون کې ساه ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، دا چې نوموړی د ټولو هېوادوالو لپاره د یوه اتل مقام لري او همېشه یې د خپل هېواد بیرغ ځلولی؛ د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی باید د هغه په نوم ونومول شو.
د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی د نجیب ترهکي په نوم ونومول شو

د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی او تکړه توپوهونکی نجیب الله ترهکی څو ورځې وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شو چې پرون یې د ننګرهار ولایت په یوه روغتون کې ساه ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، دا چې نوموړی د ټولو هېوادوالو لپاره د یوه اتل مقام لري او همېشه یې د خپل هېواد بیرغ ځلولی؛ د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی باید د هغه په نوم ونومول شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي په دې اړه وویل: ((له شک پرته نجیب ترهکی د غوره اخلاقو خاوند او د هېواد یوه ستره پانګه وه چې په مړینې سره یې موږ ټول د غم پر ټغر کېنولو، د هغه یاد به تل له موږ سره ژوندی پاتې شي او روح ته به یې دعاوې کوو.))

ښاغلي یوسفزي وویل، ملي لوبغاړو د افغانستان بیرغ تل د نړۍ پر ډګرونو رپانده ساتلی چې له ډلې یې نجیب تره کی هم یو له هغو لوبغاړو و چې د افغانستان د نوم لوړ ساتلو لپاره یې تل هلې ځلې کړې دي او د دوی د هلو ځلو پر مټ موږ خپلو هېوادوالو ته ویاړونه او خوښۍ ورکړې دي.

د یوسفزي په وینا: ((نو موږ هم باید د نوموړي د قربانیو او هلو ځلو پر قدر پوه شو چې له امله یې نن غواړم د ننګرهار ولایت د بهسودو کرکټ لوبغالی د یاد ملي اتل په نوم ونوموم چې له دې وروسته به د ملي ستوري نجیب الله ترهکي په نوم یادیږي.))

د یادولو ده چې د ملي ستوري نجیب الله تره‌‌کي کرکټ لوبغالي د لومړي پړاو چارې د بشپړېدو په حال کې دي چې ډېر ژر به یې دویم او ورپسې دریم پړاو رغنیزې چارې هم په معیاري او ښه توګه پیل شي.