سپین غر د بند امیر هیلې په اوبو لاهو کړې

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو په دوام د نن ورځې په دویمه سیالۍ کې د سنګین سپین غر پړانګان لوبډلې د نجیب الله ځدراڼ او بهار علي شینواري د نیمه سلیزو او د محمد ابراهیم، اظهار الحق نوید او شرف الدین اشرف د ښې توپ اچونې پر مټ د ساپي برادرز بند امیر ښامارانو ته د ۹۷ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه او د لوبو جدول کې یې د ۱۲ امتیازونو په خپلولو سره لومړی مقام ونیوه.

د ساپي برادرز بند امیر ښامارانو لوبډلمشر افتاب عالم د نن لوبې پچه وګټله او لومړی یې سنګین سپین غر پړانګانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه. سپین غر لوبډلې په شل اورونو کې ۲۱۵ منډې هدف وټاکه. دوی ته نجیب الله ځدراڼ د ۶ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ په ۴۷ توپونو ۸۱ منډې جوړې کړې. په نورو توپوهونکو کې بهارعلي شینواري په ۳۸ توپونو ۵۷، عثمان غني په ۲۱ توپونو ۳۱ او شوکت زمان په ۱۶ توپونو ۲۰ منډې ترسره کړې. د یادوونې وړ ده چې د بند امیر په ګټه افتاب عالم، بخت الله، فرمان الله ساپي او عرفان الله ساپي هر یوه ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د سپین غر لوبډلې ۲۱۵ منډو ستر هدف پسې بند امیر لوبډلې ۱۱۷ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۹۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په ګټه اصف موسی زي په ۳۱ توپونو ۳۲ او فرمان الله ساپي په ۱۲ توپونو ۲۴ منډې جوړې کړې. د سپین غر توپ اچوونکو کې محمد ابراهیم د ۱۰ منډو، اظهار الحق نوید ۱۹ منډو او شراف الدین اشرف ۲۷ منډو بدل کې هر یوه ۳-۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره رخصت کړه. 

سپین غر لوبډلې په نننۍ بریا سره د لوبو جدول کې لومړی مقام ونیوه او پلې اف سیالیو ته یې لاره وکړه خو په نننۍ ماتې سره د بند امیر مخکې تګ ناممکن شو. بند امیر ټولې اوه لوبې ترسره کړې چې درې یې وګټلې او څلور یې وبایللې. د سپین غر لوبډلې نوموتي لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ د زیاتو شپږیزو، د لوبې بدلوونکي او غوره لوبغاړي جایزې خپلې کړې خو بهار علي شینواري بیا د لوبې د ډوولي لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو په روان بهیر کې سبا سهار لومړۍ لوبه د افلاک فیضي بست ساتونکو او ایوبي کابل بازانو او دویمه لوبه ماسپښین د رپیډ پې هندوکش ستورو او کټوازي مس عینک اتلانو ترمنځ ترسره کیږي.