مس عينک زون د غازي امان الله خان جام سياليو اتلولي خپله کړه

د مس عينک زون توپ اچوونکو په زړه پورې توپ اچونه ترسره او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله. مس عينک زون د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو کې د تېرو سياليو اتلې بوست زون لوبډلې ته په ۸۸ منډو ماته ورکړه او په لومړي ځل يې په لېسټ اې لوبو کې اتلولي خپله کړه.
مس عينک زون د غازي امان الله خان جام سياليو اتلولي خپله کړه

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو پايلوبه نن د مس عينک زون او بوست زون لوبډلو ترمنځ د کابل په لوبغالي کې ترسره شوه.

په پیل کې د لوبې پچه د بوست زون لوبډلې وګټله او لومړی يې د مس عينک زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

مس عينک زون په ۴۴.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې عمران ۴۷، افسر ځاځي ۴۳ او ابراهيم ځدراڼ ۳۰ منډې وکړې.

د بوست زون له لوري سميع الله شينواري ۴، يمين احمدزي او وقار الله اسحاق ۲-۲ او دستګير خان ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۲۰۰ منډو د هدف په تعقيب کې د بوست زون ټول لوبغاړي په ۲۳.۱ اورونو کې په ۱۱۱ منډو وسوځېدل او د ۸۸ منډو په ستر توپير يې له مس عينک زون څخه په پايلوبه کې ماته ومنله. د دوی له لوري احسان الله جنت ۶۰ او ناصر جمال ۱۰ منډې وکړې، بل هېڅ لوبغاړی په دې ونه توانېده چې زياتې منډې وکړي.

د مس عينک زون له لوري په زړه پورې توپ اچونه ترسره شوه، چې ضيا الرحمن اکبر ۳، ضيا الرحمن شريفي، نواز خان او ابراهيم ځدراڼ ۲-۲ لوبغاړي وسوځول او يوسف ځاځي هم يو ويکټ ترلاسه کړه.

د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه د مس عينک زون توپ اچونکي ضيا الرحمن اکبر ته ورکړل شوه، چې په نننۍ لوبه کې يې ۳ مهمې ويکټې ترلاسه کړې.

د غازي امان الله خان جام سياليو د غوره توپ اچونکي جايزه سليم خان ته ورکړل شوه، د غوره توپوهونکي جايزه منير احمد کاکړ ته ورکړل شوه او د سياليو تر ټولو غوره لوبغاړی بيا ميروېس اشرف و، چې جايزه يې ترلاسه کړه. همدا راز د سياليو ځوان لوبغاړی بيا عمران مير و، چې جايزه ترلاسه کړه.

په پايلوبه کې بريالۍ مس عينک زون لوبډلې ته ۲۵۰ زره افغانۍ جايزه او دويم مقام لرونکې بوست زون لوبډلې ته بيا ۱۵۰ زره افغانۍ جايزه ورکړل شوه.

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو کې تر ټولو زياتې منډې د بوست زون لوبډلې منير احمد ترلاسه کړې، نوموړي په ۶ لوبو کې ۴۱۴ منډې وکړې، چې ۲ سليزې او ۲ پنځوسيزې پکې شاملې دي. همدا راز د امو زون لوبډلې ميروېس اشرف بيا تر نورو زياتې ويکټې ترلاسه کړې، نوموړي په ۶ لوبو کې ۱۶ لوبغاړي وسوځول، چې تر ټولو ښه توپ اچونه يې د ۵۶ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي سوځول و.